|
د ژوند کيسې: له لارې ډار | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
و، نه و، يوه نجلۍ وه چې، رڼا نومېده، د رڼا دوی کلی د نجونو له ښونځي څخه لږ ليري و، خو بيا هم رڼا هره ورځ په ډېرې خوښۍ ښونځي ته تله. يوه ورځ چې، رڼا ښونځي ته ورغله نو د ټولګيوالو يې ورته پام شوچې، هغه ډېره خوابدې ښکاري. جميلې او نرګسې د دې له پاره چې، رڼا وخندوي په ټوکو ويلو پيل وکړ، خو رڼا بيا هم هماغسي خواشينې ناسته وه. په دې وخت کې رڼا ته درد ورغی او ويې ويل چې، زه پر څه حال يم او تاسې ملنډې راباندي وهئ؟ اوس نو نرګسې دوی هم پوه شوې چې، خامخا يوه خبره شته چې، رڼا خواشينې ده. سبا سهار رڼا ښوونځي ته روانه شوه. کله چې، د جوارو پټيو ته ورسېده نو تېره ورځ يې ورپه ياد شوه.
په لاره کې وارخطا روانه وه او ډارېده چې، د پرون غوندې بيا له جوارو څخه کوم شکوڼ ور باندې راو نه وزي، بيا به يې د پلار خبرې ور په ياد شوې چې، ويل يې، اوس جواري لوی شوي دي خطر ورسره تړلی دی. دا همداسي وارخطا روانه وه چې، ناڅاپه يې د يوچا غږ واورېد. رڼا ډېره ووېرېده او په منډو يې پيل وکړ. په دې وخت کې بيا هغه غږ واورېدل شو، ويل، رڼا لورې ولې منډې وهې؟ رڼا ته غږ اشنا غوندي ښکاره شو، ګوري چې، د دوی کليواله صبرجانه ترور ده. رڼا هغې ته د پرون د شکاڼه او د پلارخبره ياده کړه. صبرجانې ترور وويل چې، ولي له نورو جينکو سره په ګډه ښونځي ته نه ځې؟ رڼا وويل چې، زموږ کور ګوښه دی دکلي نجوني پر دې لاره نه راځي او پاس لاره ډېره اوږده ده. صبر جانې ترور د وښو پنډه پر سرکړه او ولاړه. په دې وخت کې رڼا بيا ډار واخيسته او د کور پر لور يې په منډو پيل وکړ. ناڅاپه يې مخې ته يوه ګيدړه په منډه راووته چې، يوه سپي په مخه کړې وه. په دې وخت کې د رڼا تر خولې يوه لويه چيغه ووته.
تر دې ورځې وروسته رڼا څوورځې پرله پسې ښونځي ته نه ولاړه. ټولګيوالې يې انديښمنې وې چې، رڼا ولې مکتب ته نه راځي. يوه ورځ چې، نرګسه کور ته راغله مور يې ورته وويل چې، نن رڼا راغلې وه او ډېره خپه ښکارېده. نرګسې چې، دا خبره واورېده نو، د رڼا دوی کور ته روانه شوه. رڼا نرګسې ته وويل چې، زه د دې لپاره ستاسي کره درغلې وم چې، درته ووايم، زه تر دې وروسته ښوونځي ته نه شم تلای. نرګسې داسي ګومان وکړ چې، پلار يې مکتب ته نه پرېږدي. رڼا ورته وويل چې، زه له دې امله مکتب ته نه شم تلای چې، يو خو جوار لوی شوي دي اوهغه بله لاره ډېره اوږده ده. نرګسې چې، د رڼا خبرې واورېدې نو، ډېره خواشينې کورته روانه شوه. رڼا هم په زړه کې خواشينې شوه چې، نرګسې ولې څه مرسته ورسره و نه کړه. رڼا دغه ورځ په خواشينۍ تېره کړه. سبا چې، د رڼا مور هغه خوابدې وليده نو ورته ويې ويل چې، ته خو هسې هم مکتب ته نه ځې، راځه چې، د ماما کره دې بوزم هلته به دې پام يو په بله شي.
په دې وخت کې له کوڅې څخه د نجونوغږونه واورېدل شول چې، رڼا ته يې داسې نارې وهلې: ”رڼا راووزه چې، مکتب ته ولاړې شو“. رڼا حيرانه شوه چې، دا څه خبره ده ؟ په دې وخت کې يوه ډله نجونې درڼا دوی کورته راغلې او ويې ويل چې، تر دې وروسته به موږ تا يوازې نه پرېږدو، ته به زموږ سره په ګډه مکتب ته ځې. پاس لاره که څه هم لږ اوږده ده، خو موږ به پرهماغه لاره ځو. رڼا چې، دا خبره واورېده نو ډېره خوښاله شوه، په منډه يې دخپل مکتب بکس راواخيست او له نجونوسره په ګډه مکتب ته روانه شوه. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||