|
د ژوند کيسې: غولوونکې شمع | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
و، نه و، په يوه کلي کې يوه خور او ورور اوسېدل چې، د ورور نوم ضياء او د خور نوم يې زرمينه وه. زرمينې يوه خورلڼه هم درلوده چې، ملالۍ نومېده. يوه ورځ ضياء غوښتل چې، دکيچې يا خطکان لوبه وکړي. زرمينې ورته وويل: ناوخته دی ماښام شو، راځه چې، کورته ولاړشو، خو ضياء ورسره و نه منله او ويې ويل چې، نه وختي دی. هغه و چې، دريو واړو لوبه پيل کړه. ملالۍ او زرمينه يوې خوا ته او ضياء بلې خوا ته شو. ملالۍ دوی د ونو خوا ونيوله او ضياء د کنډوالو خواته ولاړ. کله چې، ضياء کنډوالو ته ورسېده نو ډېر خوشاله شو، ځکه چې، هلته د پټېدو ډېر ښه ځايونه وو. ضياء څوځايه خطونه و ايستل.کله چي، له خطونوڅخه فارغ شو نو پام يې شوچي، ماښام شوی دی او د کور لاره هم نه معلومېده.
ضياء هيښ پاته شوچې، اوس څه وکړي؟ ملالۍ او زرمينې ته يې ډېرې نارې وروکړې خو ګټه يې و نه کړه. ها خوا او دې خوايې منډې وهلې چې، يوه رڼا يې وليده. ضياء د رڼا په ليدو ډېر خوشاله شو او د رڼا خوا ته ور روان شو. په دې وخت کې يې يو مهربانه اواز واورېده چې، دی يې دځان خواته ورباله. ضياء نور هم خوشاله شو او د رڼا خواته يې ور منډه کړه. کله چې، نژدې ورغی نو ګوري چې، د ښيښو يو غټ کور دی او هرې خواته يې رنګارنګ شمعې ايښي دي، خو دروازه يې نه ښکارېده؟ هغه اواز بيا واورېدل شو او ويې ويل: وا هلکه کور ته دننه راشه! په دې وخت کې يې يو بل ډاروونکی اواز واورېد چې، ويې ويل: پام کور ته دننه رانه شې چې، بيرته نه شې وتلای. ضياء چې، وکتل نو دغه خبرې يوه سپي کولې. ضياء وډارشو او په هغه کور کې يوې کوټې ته ور ننووت. داکوټه دومره ښکلې وه چې، د ضياء له زړه څخه ډار بيخي وه ووت. په دې وخت کې يې بيا له يوې کوټې څخه يو اواز واورېده چې، دلته راشه! له دې سره سم بيا هماغه سپي وويل چې، پام ورنه شې او که ورغلې. نو پام دي وي چې کوم شی و نه خورې.
ضياء په اواز پسې چندان و نه ګرځېده اوکوټې ته ور ننووت. ګوري چې، دا کوټه هم له ښيښو جوړه ده او شاو خوا يې رنګارنګ شمع بلې او په غابونوکې رنګا رنګ مېوې، لکه انګور، انار، زردالو، شفتالواوداسې نورې مېوې پرتې دي. په دې وخت کې ضياء ته د سپي دا خبره ورياده شوه:”که دننه ولاړې نوګوره چې، څه شی ونه خورې! ضياء چې، وکتل نو ويې ليدل چې، له يوه دېب سره يوه نجلۍ ناسته ده چې ښاپېرۍ نومېدله. ښاپېرۍ د ديو په امر ضياء دې ته وهڅاوه چې، مېوه وخورې. ضياء هم يوه دانه مڼه وخوړله چې، له دې سره سم په بيزو بدل شو. ضياء چې، ځان ته وکتل نو سمدلاسه يې چيغې پيل کړې. کله چې، ديو ولاړ نو ښاپېرۍ سپي ته ورغله او ورته ويې ويل چې، ديو له ضياء څخه بيزو جوړه کړه، د ده بېچاره مور او پلار به هم زموږ دمور اوپلار په شان خوابدي وي. سپي ښاپېرۍ ته وويل چې، ته د ضياء په مرسته د ديو طلسم ماتولای شې. ته او ضياء په ګډه ولاړ شئ او د نورو شمعو په منځ کې اصلي شمع پيداکړئ، په دې ډول د ديو طلسم ماتېږي.
ښاپېرۍ راغله او په ژړا يې ضياء ته وويل: ما به له کوره ليري دشپې ترناوخته پورې لوبې کولې. هغه و چې، يوه شپه دېو ونيولم اودادی اوس دلته ورسره بندي يم. زه مجبوره يم چې، د ديو خبره ومنم، که يې ونه منم نو ما هم په سپي يابل حيوان بدلوي. ضياء هم دښاپېرۍ خبره ومنله او دواړو داصلي شمع دپيدا کولو لپاره د ښيښو په ماتول پيل وکړ چې، په دې وخت کې ديو هم رانژدې شو. ديو ته ډېر درد ورغلی و او نارې يې وهلې چې، زه پوه شوم چې، تاسي غواړئ ښيښې ماتي کړئ، زه به ستاسي سره جوړشم، دادی اوس وګورئ تاسي ټول خورم. ضياء ډېر وارخطا شو. په دې وخت ښاپېرۍ اصلي شمع پيدا او ماته يې کړه. له دې سره سم ديو مړ او بيزو او ضياء بيرته په انسانانو واوښتل. دوی درې واړه په ډېره خوشالۍ خپلو کورونو ته روان شول او له ځانوسره يې دا ژمنه وکړه چې، بيابه هيڅکله دشپې له خوا ترناوخته پورې لوبې نه کوي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||