|
دژوند کيسې: دښته او نيالګی | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
يوه شپونکي دوه د توتو اويو د ”ولي“ نيالګي له کلي څخه دښتې ته يووړل او هلته يې کېنول. څو ورځې وروسته د توت نيالګيو وليدل چې، د ولي نيالګی وچ شوی دی. دوی دواړه وډارېدل او په ژړا يې پيل وکړ. يوه نيالګي بل ته وويل چې، په کلي کې موڅومره ښه ژوند درلود. بڼوال (باغوان) به مو هر وخت پوښتنه کوله او هلته د دې ځای په ډول تود لمر هم نه لګېده. په دې وخت کې ددوی پام شو چې، ددوی پر برابر په اسمان کې يوه ټوټه وريځ ولاړه ده. وريځې نيالګيو ته وويل : زه ستاسو ملګرې يم، تاسي بېغمه اوسئ، زه ستاسې سره هرډول مرستې ته چمتويم، خو نيالګي بياهم هماغسي وارخطاوو او وريځې ته يې د ولي دنيالګي دوچېدو کيسه وکړه.
وريځې ورته ووويل چې، وله دډېرې تندې او تودوخې توان نه لري، ځکه چې، ريښې اوپوټکی يې کمزوری دی، له ډيرو اوبو پرته ژوند نه شي کولای. خو تاسې تر ولې ډېر غښتلي ياست. تاسې دډېر وخت لپاره په دښتوکې ژوندکولای شئ، ځکه چې، ريښې مو غښتلي او اوږدې دي، په ځمکه کې ډېرې ژورې ننوتلي او له دې لارې داړتيا وړ اوبه اخلئ. زه په دې دښته کې دتوت يوه ونه پېژنم چې سل کلنه ده، خو نيالګي بيا هم ناهيلي وو اوله تندې يې په ژړا پيل وکړ . يوه نيالګي وويل چې، موږ همدا اوس تږي يو، ستا ملګرتيا موږ ته څه ګټه لري؟ که موږ ته اوبه و نه رسيږي نو د ولې په شان به وچ شو. په دې وخت کې وريځې وخندل او ويې وويل: دادی زه به اوس خپله ملګرتيا تاسې ته در وښيم. له دې خبرې سره سم باران پيل شو او نيالګي ښه اوبه شول. تر دې وروسته وريځ ولاړه اولمر راوخوت. نيالګي د لمر په راختو ډېرخوشاله وو. لمر هغوی ته وويل چې، زما وظيفه تودول دي. نيالګيولمر ته د خپلې تندې، وريځې، باران او اوبه کېدو کيسه وکړه او دا يې هم ورته وويل چې، موږ بيا ستړي يو اوله دې امله ناارامه يو. لمر وويل چې، دايوه وړه ستونزه ده. لمر خپل ملګري شمال ته وويل چې، له نيالګيو سره مرسته وکړي. شمال هم راغی او د نيالګيو پاڼې يې په ناز ناز وښورولې. وخت تېرېده، نيالګي د وريځې، باران، لمر او شمال په مرسته ورو ورو رالوی شول، پاڼې يې وکړې، څانګې يې غټې شوې او يوه يوه دانه توت يې هم ونيول. يوه ورځ چې، شمال لګېده او د نيالګيو څانګې او پاڼې يې په ناز ناز خوځولې، نيالګي ډېرخوشاله ښکارېدل . په دې وخت کې د نيالګيو د يو څو مرغيو خوږو سندرو ته پام ور واوښت او په ډېرې خوښۍ يې شمال ته وويل: څومره ښه خوند به وکړي،که مرغۍ زموږ په ښاخونو کې ځالې جوړې کړي اوبيا دغسي سندرې ووايي. شمال په خندا وويل: دا مرغۍ بيخي ستاسي لپاره راغلي دي.
نيالګيو وويل چې، لمر، باران او شمال زموږ سره مرسته وکړه او موږ يې دې ته پرې نه ښوولوچې، وچ شو، بايد اوس نو موږ هم مرغيو ته دځالي جوړولو لپاره ځای ورکړو. په دې وخت کې له ليري څخه دشپونکي د شپېلۍ او رمې اوازونه واورېدل شول . نيالګي پوه شول چې، دا هماغه شپونکی دی چې، دوی يې دې دښتې ته راوړي وو. نالګيو شمال ته وويل: خدای پوهېږي چې، شپونکی به زموږ په ليدو څومره خوشاله شي. اوس نو ددې وخت رارسېدلی چې، موږ هم له شپونکي سره مرسته وکړو، بايد شپونکی زموږ له سيوري څخه ګټه واخلي. شپونکی شيبه په شيبه رانژدې کېده چې، د نيالګيوخوښي هم ورسره ډېرېده. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||