BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:49 گرينويچ 2007 ,02 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: د ګلالۍ نانځکه

د ګلالۍ د نانځکې واده

په يوه کلي کې دريو نجونو ژوند کاوه چې، ګلالۍ، شکيلا او عادله نومېدلې. ګلالۍ دوې نانځکې درلودې چې، يوه يې شمتوره او بله يې هم زرزري نومېده.

يوه ورځ شکيلا او عادلې په باغچه کې لوبې کولې چې، ګلالۍ هم باغچې ته ورغله. ګلالۍ وويل چې، دادي ما له ځانه سره نانځکې راوړي دي، راشئ چې، په نانځکو لوبې وکړو.

عادلې چې، د ګلالۍ نانځکې وليدې نو ډېرې يې خوښې شوې. ګلالۍ ته يې وويل چې، ته يوځل دا ستا نانځکه (ناوکۍ) راکړه چې، زه يې وګورم. ګلالۍ ورته وويل چې، ځه ته زما نانځکه نه شې کتلای.

عادله د ګلالۍ په دې چلند ډېره خفه شوه. دوې ورځې وروسته د ګلالۍ دا خبرې هېرې شوې. خپله زرزري ناوکۍ يې راواخيسته او دعادلې دوی د کلا شا ته ولاړه.

هلته يې وليده چې، عادلې اوشکيلا دچندرۍ (جز بازۍ) لوبه کوله. د شکيلا او عادلې له ګلالۍ سره خبرې زړه نه غوښتلې.

د ګلالۍ بخيلي
د ګلالۍ نانځکه
 عادلې ګلالۍ ته وويل چې، ته يوځل دا ستا نانځکه (ناوکۍ) راکړه چې، زه يې وګورم. ګلالۍ ورته وويل چې، ځه ته زما نانځکه نه شې کتلای.

ګلالۍ وويل چې، زه غواړم ستاسې سره چندرۍ وکړم اوبل داچې، سبا زما د نانځکې واده دی، تاسې به هم راشئ. عادلې ورته وويل چې، واده به بيا ګورو، خو په لوبه کې دي نه شريکوو.

ګلالۍ خواشينې خپل کور ته روانه شوه. پر لارې يې له ځان سره چورت واهه چې، ايا عادلې دوی به زما د نانځکې واده ته راشي که نه؟ پر ګلالۍ شپه همداسې په چورتونو کې تېره شوه.

سبا چې، دخپلې نانځکې د واده لپاره له کوره راووته، نو ګوري چې، عادله او شکيلا هم له خپلې چمبې سره راغلې. ګلالۍ د هغوی په راتګ ډېره خوشاله شوه.

ګلالۍ عادلې دوی ته وويل چې، تاسې همدلته سندرې وواياست زه به زما د ناوکۍ (زرزري) مخ ورپرېولم، ځکه چې، ودېږي بايد مخ يې پاک وي.

ګلالۍ چې، ويالې ته ولاړه نو هلته په وياله کې ناوکۍ ځنې ولوېده. ګلالۍ له دې سره سم په ژړا پيل وکړ. عادلې دوی چې، دګلالۍ ژړا واورېده، نو دوی هم د ويالې غاړې ته ورغلې.

د ګلالۍ دوی نانځکې
نجونو د زرزري واده ته نورې نانځکې هم له ځان سره راوړې وې .

ګلالۍ په ژړا وويل چې، زما نانځکه خو اوبو يووړه، اوس به څه کوم؟ عادله په منډه کور ته ولاړه او خپله نوې نانځکه يې ګلالۍ ته راوړه او ورته ويې ويل چې، مه ژاړه دادی دا زما نانځکه واخله!

ګلالۍ ورته وويل چې، دا خو زما زرزري نانځکه نه ده. عادلې ورته وويل چې، څه پروا لري، دا زما نانځکه ناوې کړه.

ګلالۍ چې، د عادلې خبرې واورېدې، نو پرخپلوکړو ډېره پښېمانه شوه اوله ځان سره يې وويل:

" ماخوعادلې دوی ته دا اجازه هم ورنه کړه چې، زما نانځکې ته لاس وروړي او دادی عادلې ماته خپله نوې نانځکه راکړه."

ونه په دښته کېدژوند کيسې
دښته او نيالګی
شکوڼد ژوند کيسې
له لارې ډار
يو تن د لامبو پر مهالد ژوند کىسې
لامبو
زرين کب د ژوند کيسې
دکارېز کب
د شاتو مچۍد ژوند کيسې
دشاتو مچۍ
نانځکهدژوند کيسې
دنانځکې واده
مايندژوند کيسې
وچ خوړ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>