|
د ژوند کيسې: دکباړ ګټه د اور سکروټه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
و، نه و، يو هلک و، چې احسان نومېده، احسان يوه ورځ له خپل ملګري جمال سره د ولسوالۍ بازار ته ولاړ، چې خپل کالي ګنډونکي (خياط) ته ورکړي. د احسان سترګې پر يوه دوکان ولګيدې، چې دولسوالۍ په بازارکې نوی خلاص شوی و. په دې دوکان کې زښته ډېرې زړې وسپنې پرتې وې. احسان ور ته ودرېد او په حيرانۍ يې ورته کتل. احسان او جمال له دوکاندار څخه وپوښتل، چې په دا دومره ډېرو زړو وسپنوڅه کوې؟ دوکاندار ورته وويل، چې دا وسپنې پلورم. دا شيان ماته تاسي غوندې ماشومان او نور خلک راوړي او زه هغوی ته پيسې ورکوم.
تريوڅه فکرکولووروسته جمال ته ورياد شوه، چې يوه ورځ يې ددوی کلي ته نژدې په يوه غونډۍ کې ښه ډېرې زړې وسپنې ليدلې وې. هغه مهال يې پلار ورته ويلي و، چې دلته يو وخت دعسکرو پوسته وه. سبا ګهيځ احسان او جمال دواړه هماغې غونډۍ ته ولاړل، ګوري چې هلته خورا ډېرې زړې وسپنې پرتې دي. دوی هم ژر ژر د وسپنو په راټولولوپيل وکړ، چې په دې وخت کې جمال وويل: زه خو، چې دا وسپنې خرڅې کړم، نو په هغو پيسو ځان ته يو بايسکل اخلم. احسان بيا وويل: زه بياځان ته يوه جوړه ښايسته بوټونه اخلم اوکه پيسې ډېرې وې، نو يودانه توپ هم اخلم. په دې وخت کې يو شپونکی له خپلې رمې سره راښکاره شو. شپونکي په ډېرې وارخطايي پر دوی غږ کړ. واهلکانو! ددې شيانو ګټه دي په اور پسې شي، ورڅخه ليري شئ دا وسپنې ډېر خطر لري!
خو احسان او جمال د شپانه خبره و نه منله، وسپنې يې راټولي کړې او دکلي پرخوا روان شول. په لاره کې په دې چرت کې وو، چې دا دومره ډېرې وسپنې به تر سباپوري چېري پټې کړي؟ که چېري د کلي نور هلکان له دې وړيا ګټې څخه خبرشي، نو دوی ته به د وسپنې يو پتری هم ورپرې نه ږدي. په پای کې يې وسپنې په کلي کې دژرندې ترناوې لاندې پټې کړې او بېغمه خپلوکورونو ته روان شول. سباسهار وختي، چې احسان ژرندې ته ورغی، نو ګوري، چې جمال دوسپنو بوجۍ په شا کړې او مخ د موټر پر خوا روان دی. جمال وويل، که زه نه وای راغلی نو دا وسپني به خامخا ژرنده ګړي اخيستي وای. احسان او جمال په ګډه د وسپنې بوجۍ دموټر په جنګله کې کېښودله. وروسته نورو خلکو هم خپل بارونه راوړل او دموټر په جنګله کې يې د وسپنو د بوجۍ ترڅنګ کېښودله.
په دې وخت کې احسان وغوښتل خپل څادر راواخلي، چې دوسپنو بوجۍ يې په کې نغښتې وه. کله چې يې څادر راکش کړ، نو څنګ ته پراته نور ټول بارونه د وسپني پر بوجۍ راولوېدل او له دې سره سم يوه چاودنه وشوه. موټر په دودونو او دوړوکې پټ شو، هيڅ شی نه ښکارېده. جمال په احسان پسې نارې وهلې خو هغه ځواب نه ورکاوه. په دې وخت کې جمال وليدل، چې احسان په وينو کې لژند پروت دی. د ده ترڅنګ يو بل کليوال هم ژوبل شوی دی. موټروان ګواښ وکړ، چې داحسان او جمال له پلرونو څخه به خامخا دخپل موټر تاوان اخلي. له دې سره سم جمال په ژړا پيل وکړ. په دې وخت کې يوه سړي جمال ته وويل: تاسي دا زړې وسپني چېري وړلې، تاسي نه پوهېږئ؟ په دې کې خو ماين و. دا زړې وسپنې دي ورکې شي، دا خو بلاګانې دي بلاګانې. جمال وويل: موږ نه پوهېدو، چې دازړې وسپني به دومره خطرناکې وي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||