BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:16 گرينويچ 2007 ,23 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: د ګندنې پاڼه

سلام اکا په خپل پټي کې کار کوي

وې نه وې، په پخواوختونو کې دشبنمې، ښاپېرۍ او سوسنې په نوم درې خورلڼې وې.

دوی درې واړه به يوځای ګرځېدې او يو ځای به لوبېدې چې، يوه ورځ دسبو کولو لپاره پټيو ته وﻻړې.

دوی په سندرو، سندرو سابه کول. شبنمه ډېره زياته وږې شوې وه او غوښتل يې چې همدلته سابه وخوري.

خو ښاپېرۍ ورته وويل چې لږ صبر وکړه، کله چې کورته ولاړې شو، هلته به يې وخورې.

سوسنې وويل چې، هغه ده د سلام اکا له پټي څخه لږه ګندنه راوشکوه او ويې خوره.

 شبنمې، سوسنې ما خوخپله برخه ګندنه ونه خوړه، تاسو يې هم مه خورئ ځکه چې دا نا ولې ده.
ښاپيرۍ

دسوسنې خبره د ټولو خوښه شوه او درې واړې د سلام اکا پټي ته ولاړې او ګندنه يې وشکوله.

سوسنې او شبنمې له ځان سره له کوره ډوډۍ راوړې وه اوله ګندنې سره يې په خوند، خوند وخوړه خو ښاپېرۍ ګندنه و نه خوړه.

ښاپېرۍ نه يوازې خپله گندنه ونه خوړه، بلکې سوسنې دوی ته يې هم وويل چې نا ولې ګندنه ونه خوري خو هغوی د ښاپېرۍ خبرو ته غوږ و نه نيوه. دوی سابه ټول کړل او خپلو کورونو ته روانې شوې.

دوی يو بل ته وويل چې، سبا به بيا درې واړې په چينه کې راټولېږو او په ګډه به سبوکولو ته ځو. سوسنې وويل چې سمه ده، زه به د تناره يوه ډوډۍ هم له ځان سره راوړم.

سبا وختي ښاپېرۍ چينې ته راغله، خو شبنمه او سوسنه لا نه وې راغلې. ښاپېرۍ ديوې ونې ډډې ته تکيه وکړه او شبنمې دوی ته يې انتظارکاوه.

په دې وخت کې دښاپېرۍ په زړه کې ور وګرځېده چې ښايي سوسنې دوی تر دې دمخه سابه کړي وي او اوس به پېرکي پخوي چې ناڅاپه يې سوسنې د تناره يوه توده ډوډۍ په لاس کې ورکېښودله.

ګندنه
سوسنې دوی د سلام اکا له پټي څخه ګندنه راوشکولې وه.

ښاپېرۍ او سوسنې شبنمې ته ډېر انتظار وکړ خو هغه رانغله، نو هغه وچې، دواړي د پټيو پر لور روانې شوې.

کله چې پټيو ته ورسېدې، نو ويې ليده چې، دګندنې پټی رېبل شوی دی.

په دې وخت کې سوسنه ناڅاپه په ژړا شوه. ښاپېرۍ ګومان وکړ چې، سوسنه دګندنې درېبلو له امله ژاړي، خو سوسنې وويل، چې زما پرګېډه درد دی او دادی ورو، ورو ډېرېږي.

دوی دواړو يو پلو سابه وکړل او دشبنمې دکور پر لور روانې شوې چې، دهغې دنه راتګ پوښتنه وکړي.

کله چې دشبنمې دوی د کور مخې ته ورسيدې، نو د سوسنې پرګېډه بيا درد شواو داځل زړه بدی هم ورسره و.

د سوسنې ډېره خواوګرځېده، ښاپېرۍ ډېره وارخطا شوه اوهغې ته يې وويل چې، تېره شپه دې خامخا کوم کلک شی خوړلی دی، خو سوسنې وويل چې، بيګاه مې يوازې مستې خوړلې دي.

دشبنمې مور چې سوسنه وليده، نو ډېره وارخطا شوه او ورته ويې ويل: لورې لکه چې تاته هم دشبنمې غوندې ناروغي پيدا شوې ده.

شبنمه
 سوسنې او شبنمې له ځان سره له کوره ډوډۍ راوړې وه اوله ګندنې سره يې په خوند، خوند وخوړه خو ښاپېرۍ ګندنه و نه خوړه.

ښاپېرۍ په وارخطايي وپوښتل چې په شبنمې څه شوي دي؟دشبنمې مور وويل:

هغه هم ستاغوندې دګېډې درد او خواګرځی لري. نه پوهېږم چې دغه ناروغي ولې ورته پيداشوې ده؟ دا لږ مخکې يې ورور ډاکټر ته بوتله.

په دې وخت کې سوسنې وېلني (نانا) وليده چې په کورکې کرلي وو. سوسنې وويل:

زما ادې ويل چې که د چا پر ګېډه درد وي او يا يې خواګرځي نو وېلنی دې وخوري، ورسره جوړېږي.

سوسنه ولاړه شوه چې وېلني وشکوي چې، په دې وخت کې د انګړ دروازه خلاصه شوه. شبنمه له خپل ورور سره له ډاکټرڅخه راغله. شبنمې ته ډاکټر ويلي وچې ناپاکه خواړه دې خوړلي دي.

ښاپېرۍ، سوسنې او شبنمې ته ورياد شوه چې، پرون يې په پټيوکې ناولې ګندنه وخوړه. په دې وخت کې سوسنې غوښتل چې، ناولې نانا و نه خوري.

شبنمې ښاپېرۍ ته وويل: ښاپېرۍ سوسنه مه پريږده چې، ناولې نانا وخوري.

 ترکاري او مېوې بايد لومړی په کلورينو ښه پرېولل شي اوکه کلورين نه وي، نو په اوبو او مالګه دې ښه ومينځل شي.
ډاکټر

دشبنمې مور سوسنه د ناولې نانا خوړو ته پرې نه ښوده. تردې ورورسته د شبنمې ورور وويل:

ډاکټر ويل چې ترکاري او مېوې بايد لومړی په کلورينو ښه پرېولل شي اوکه کلورين نه وي،

نوپه اوبو او مالګه دې ښه ومينځل شي. تردې وروسته سوسنه خپل کورته ولاړه چې، موريې دا هم ډاکټرته بوزي.

ترکی پسهد ژوند کيسې
ترکی پسه
غلدژوند کيسې
پاچا او غلۀ
کباړد ژوند کيسې
دکباړ ګټه د اور سکروټه
نولۍدژوند کيسې
ويده ښامار
ښاپيرۍد ژوند کيسې
غولوونکې شمع
شمتوره نانځکهد ژوند کيسې
د ګلالۍ نانځکه
ونه په دښته کېدژوند کيسې
دښته او نيالګی
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>