BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 12:44 گرينويچ 2007 ,06 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: ترکی پسه

ترکي پسه

و، نه يو هلک و، چې سردار نومېده. سردار به د خپل کور څو پسونه څرولو ته بېول. په دغو پسونو کې يو ترکی پسه هم و، چې پر سردار ډېر ګران و.

ځکه پلار يې ورته ويلي وه، چې کله ترکی پسه وپلورم، نو په هغه پيسو تاته بايسکل در رانيسم.

سردار به تل خپلې پسونه تر نورو هلکانو ډېر دمخه مړول، ځکه نو د هغه پسونه ډېر چاغ او څورب وو.

بل دا چې سردار به خپل څاروي پر داسې لارو څړځای ته بېول چې پر هغه لار به چندان خلکو تګ راتګ نه کاوه.

په دې ورځوکې د کليوالو پټي څارويوخوړل، خو هيڅوک نه پوهېدل، چې دا کارڅوک کوي؟

 ډېره څالاکي مه کوه! ماوليدې، چې په خپله دې پسونه پټي ته ورخوشي کړل، اوس به زه ټول کلی درباندې خبرکړم.
داود

يوه ورځ سردار خپل پسونه دڅړ لپاره له کوره راوايستل .

لومړی يې شاوخوا وکتل کله چې يې وليدل چې څوک نشته نو د خپل کليوال بهرام اکا پټي ته يې ورخوشي کړل.

په دې وخت کې يې پام شو، چې يوڅوک د ده پر خوا راروان دی، نو هغه و، چې ژر يې پسونه له پټي څخه راوايستل. سردار وليده چې د هغه پلار دی.

پلار يې هغه ته په قهر شو ويل، ولې دې پسونه دبهرام اکا پټي ته ورخوشې کړي دي؟

کله چې د سردار پلار ولاړ نو ده بيرته پسونه پټي ته ورخوشي کړه. په دې وخت کې د بهرام اکا زوی، داود را ښکاره شو.

سردار ژر ژر خپل پسونه له پټي څخه راوايستل. سبا سهار يې بيا خپل پسونه د بهرام اکا پټي ته ور واړول او خپله يې ځان دپټي پر پوله دوښو په رېبلو بوخت کړ، چې په دې وخت کې يو چا ترﻻس ونيو.

سردار چې پورته وکتل نو د بهرام اکا زوی داود يې وليد، چې خورا درد ورغلی و. سردار ځان ناګاره واچاوه ويل:

سردار او د هغه پسونه
سردار به تل خپل پسونه د خلکو په پټيو کې خوشې کول

اوهو! پسونه مې پټي ته ورګډ شوي دي، هله لاس مې خوشي کړه، چې زه يې راوباسم.

خو داود هغه ته وويل: ډېره څالاکي مه کوه! ماوليدې، چې په خپله دې پسونه پټي ته ورخوشي کړل.

له دې سره سم دواړه سره لاس اوګرېوان شول. داود وويل، چې زه به ټول کلی خبرکړم او له دې سره سم روان شو.

سردار هم خپل پسونه په يوه منډه کور ته بوتلل او خپله په کوټه کې غلی کېناست. د سردار زړه له ډېرې وارخطايي څخه دربېده، چې اوس به څه پېښ شي؟

سر ماښام دسردار مور په وارخطايي کوټې ته ورغله او سردار ته يې وويل، چې هله زويه ته ورشه د پلار دې په کوڅه کې له يوچاسره لانجه ده اوبل ستا ترکی پسه هم نه ښکاري.

سردار په ډېره وارخطايي له کوره وه وت ګوري، چې ترکی پسه د هغوی په خپله ترکاري ګډ شوی دی.

سردار پسه کور ته راوست او ويده شو، چې سهار وختي د خپلې مور په قهرجن اواز له خو به راويښ شو.

ترکي پسه
 کليوالو پرېکړه وکړه، چې موږ بايد بهرام اکا ته تاوان ورکړو.اوس دې پلار ترکی پسه ګنج ته بوت چې خرڅ يې کړي او د بهرام اکا تاوان ورکړي.
د سردار مور

مور يې ويل: دې ميراتمړو څارويو خو زموږ غونډه ترکاري خوړلې ده، بهرام اکا خو د خپلو جوارو تاوان له موږ څخه واخيست، موږ به د خپلې ترکارۍ تاوان له چا څخه واخلو؟

سردار له ډاره خپلې مور ته و نه ويل، چې د دوی ترکاري ترکي پسه خوړلې ده. په دې وخت کې د سردار پام شو، چې ترکی پسه بيا نشته.

مور يې په قهر ورته وويل، چې پرون تا خپل پسونه دبهرام اکا پټي ته ورخوشي کړي وو، هغه ټول کليوال راټول کړل.

بيا کليوالو پرېکړه وکړه، چې موږ بايد بهرام اکا ته تاوان ورکړو.اوس دې پلار ترکی پسه ګنج ته بوت چې خرڅ يې کړي او هغه پيسې بهرام اکا ته په تاوان کې ورکړي.

که تا د بل کښتونو ته پسونه نه وای ورخوشي کړي، اوس به ولې موږ په دې لانجه اوښتلای.

کله چې سردار د خپلې مور خبرې واورېدې نو ډېر خوابدی شو، ځکه پلار يې ژمنه ورسره کړې وه،

چې د ترکي پسه په پيسو به ده ته بايسکل ور رانيسي، خو اوس دترکي پيسې په تاوان کې ولاړې.

غلدژوند کيسې
پاچا او غلۀ
کباړد ژوند کيسې
دکباړ ګټه د اور سکروټه
نولۍدژوند کيسې
ويده ښامار
ښاپيرۍد ژوند کيسې
غولوونکې شمع
شمتوره نانځکهد ژوند کيسې
د ګلالۍ نانځکه
ونه په دښته کېدژوند کيسې
دښته او نيالګی
يو تن د لامبو پر مهالد ژوند کىسې
لامبو
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>