BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:39 گرينويچ 2007 ,05 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: ډاروونکی سيوری

ډاروونکی سيوری


وه، نه وه، يوه نجلۍ وه چې ليلا نومېده او په ښارکې اوسېده. دايوه ورځ له خپلې نيا(انا) سره د خپل تره کره کلي ته ولاړه.

ليلاډېره خوشاله وه او دې ته لېواله وه چې دخپل تره لور ملالۍ به وويني.

ليلا، ملالۍ ته ډېرې ډالۍ راوړې وې چې، يوه شين سترګې نانځکه هم پکې وه. د ملالۍ دوی په کور کې د انارو او مڼو يو باغ هم و، دوی دواړو لومړۍ ورځ په باغ کې په ساتېري پيل وکړ.

يوازې ورځ نه وه، هغوی دشپې هم نانځکې راواخستې چې لوبې به وکړي، خو ګوري چې شين سرګې نانځکه نشته. ليلا او ملالۍ دشين سترګې نانځکې په ورکېدو ډېرې وارخطاشوې.

هرڅومره چې يې شين سترګې نانځکه ولټوله، پيدايې نه کړه. نيايې ورته وويل چې، ټوله ورځ مو د انګړ په باغ کې لوبې کولې، کېدای شي چې، هلته درڅخه پاتې شوي وي.

شين سترګې نانځکه
 ملالۍ دا واخله ما ته ډېرې ډالۍ راوړې دي او دا هم يوه شين سترګې نانځکه مې هم تا ته راوړې.
ليلا

ملالۍ هوډ وکړ چې په همدې تياره کې انګړ ته ولاړه شي او خپله شين سترګې نانځکه پيدا کړي.

که څه هم نيا يې هغه انګړ ته له ورتګ څخه منع کړه، خو ملالۍ د نيا خبره ونه منله او له ليلاسره انګړ ته ولاړه.

لومړی دواړې ښې ډاډه روانې وي، خو وروسته د ليلا په زړه کې ډار پيدا شو.

که څه هم ملالۍ هغې ته ډاډ ورکړ، خو بيا هم دليلا ډارکم نه شو. دوی لا د انګړ پای ته نه وې رسېدلي چې له ملالۍ سره هم ډار پيداشو.

په دې وخت کې هغوی يو لوی تور شی وليد چې، ښورېده. د دې شي په ليدو هغوی دواړې زښته ډېرې وډارېدې.

له دې سره سم يې په زوره په چيغو پيل وکړ او منډې يې کړې.

کله چې دوی منډې کړې، نو په هغې کندې کې ولوېدې چې د ملالۍ پلار د بامونو داخېړ يا کاګل لپاره خاوره ترې ايستلې وې.

 ما هوډ کړی چې په همدې تياره کې انګړ ته ولاړه شم او خپله شين سترګې نانځکه پيدا کړي.
ملالۍ

ملالۍ دوی نه پوهېدې چې دا تور شی به څه وي؟

په دې وخت کې د ليلا سترګې پر يوه بل لوړ او نري سيوري ولګېدې چې دکندې ترڅنګ ولاړ و. ليلا دوی دسيوري په ليدو ناڅاپه چيغې کړې.

په دې وخت کې سيوری معلوم شو چې د ملالۍ مشر ورور، ګل محمد و. ګل محمد له ملالۍ دوی سره مرسته وکړه او هغوی يې له کندې څخه راوه ايستلې.

د دواړو پښې ژوبلې شوې وې او د پښو له خوږه يې نالښت (زګېروی) کاوه. ملالۍ دوی ګل محمد ته وويل چې هلته يوه لويه بلا ناسته ده، هغه ده اوس هم معلومېږي.

ګل محمد په خندا وويل چې هغه خو سيورې دی. ملالۍ دوی بيا هم باورنه کاوه.

ګل محمد لاسي څراغ ولګاوه، هغوی يې دګلاب بوټي ته بوتلې او ورته ويې ويل:” دا هغه بوټی دی چې تاسې د ورځې لخوا اوبه ورکوئ.

مه ډاريږئ!
بوټي په تياره کې
 دغه غټ او واړه سيوري چې وينئ، داټول هغه ونې او بوټي دي چې تاسې يې هروخت د ورځې له خوا وينئ او ورسره لوبې کوئ.
ګل محمد

ګل محمد هغوی بوټي ته نژدې ور وستلې. کله چې به يې څراغ ولګاوه نوسيوری به ورک شو اوکله چې به يې څراغ ګل کړ، نوسوری به بيرته پيداشو.

ګل محمد وويل: ”دغه غټ او واړه سيوري چې وينئ، داټول هغه ونې او بوټي دي چې تاسې يې هروخت د ورځې له خوا وينئ او ورسره لوبې کوئ.

هر وخت چې د ډار احساس کوئ، نو له ځان سره په لوړ غږ خبرې شروع کړئ او يا په لوړ غږ سندرې وواياست، چې په دې ډول مو ډار کمېږي.

د ملالۍ دوی هم دګل محمد خبره خوښه شوه او درې واړه په سندرو ويلو د انګړ پای ورسېدل،

ګورې چې هلته شين سترګې نانځکه پرته ده. نانځکه يې راواخيسته اوپه خوشالۍ بيرته راغلل.

زرينه قومرغهدژوند کيسې
زرينه بڼکه
 ګندنهد ژوند کيسې
د ګندنې پاڼه
ترکی پسهد ژوند کيسې
ترکی پسه
غلدژوند کيسې
پاچا او غلۀ
کباړد ژوند کيسې
دکباړ ګټه د اور سکروټه
نولۍدژوند کيسې
ويده ښامار
ښاپيرۍد ژوند کيسې
غولوونکې شمع
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>