|
د ژوند کيسې: ړوند پالوان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په يوه کوچني کلي کې يوه شتمنه کورنۍ اوسيده، دې کورنۍ وړوکی ماشوم نه درلود. په يوه توپاني شپه کې چې سخت باد لګيده او باران هم ورسره ملګری و، د کور مشر په اس سپور کورته راغی او ويې ليدل چې د کورنۍ غړي ډير خوشاله دي. بابا ته ټولو ورمنډې کړې او ده ته يې د لمسي د زيږيدو زيرۍ ورکړ. بابا هم ډير خوښ شو. خپل لمسی يې په کې واخيست او کله چې يې وکتل، ماشوم ډير قوي او پياوړی ورته ښکاره شو. خو د نوي پيدا شوي ماشوم د تره زوی (عبدل) چې دماشوم دومره صفت واوريده، نو خوند يي ور نه کړ، وروسته يې نا څاپه د ماشوم سترګو ته پام شو چې څه نه ويني. د ماشوم سترګې په ظاهره جوړې وې، خو په اصل کې ړوند و. په دې د کورنۍ ټول غړي خفه شول. پر ماشوم يې ارش نوم کېښود. ماشوم ورو ورو لويده او کله چې يو څه غټکی شو، له نورو ماشومانو سره به يې لوبې کولې او په ټولو ګران و. خو د عبدل ورسره رخه کيده او هغه به يې ځوراوه. يوه ورځ چې ارش له خپلو ملګرو سره لوبې کولې، ويې ليدل چې عبدل د دوی خواته را روان دی او ډير په غوسه ښکاري. عبدل، ارش ته په قهر شو چې ولې له رستم سره لوبې کوي، لاړ دې شي له جينکو سره دې لوبې وکي. رستم چې د ارش ملګری و، عبدل ته يې وويل، چې زموږ لوبې مه را خرابوه او ځان ته د لوبو لپاره کوم بل څوک پيدا کړه. رستم، عبدل ته وايي چې زه له ارش سره په لوبو کې ډير خوښ يم وروسته هغه لوښي چې ارش له خټو نه جوړ کړي، هغه عبدل ته ورښکاره کوي او د ارش د لياقت ستاينه کوي.
عبدل رستم او ارش غيږې نيولوته راوبلل، خو هغوی ورته وويل چې زمونږ غيږې نيول نه دي زده. عبدل ورته وويل چې زه يې در زده کوم. عبدل لومړی له رستم سره غيږه ونيوله، بيا ارش ته په غيږه ورغی او هغه يې ډير کلک پر ځکمه وويشت، ارش دومره ژوبل شو چې څو ورځې له کوره نه شو راوتلی. څو ورځې ورورسته چې ارش ښه شو له خپلو ملګرو سره يې پريکړه وکړه چې دوی به له يو بل نه د غيږې د نيولو چلونه زده کوي. يوه ورځ ارش، رستم او قاسم له يوبل سره د غيږې نيولو چلونه زده کول چې عبدل راغی. عبدل دخپل ځان په اړه دوی ته ډيرې لاپې ووهلې او دوی يې د غيږې په نيولو کې نوي او بي تجربې وګڼل. تر ټولو يې په ارش ډيرې ملنډې ووهلې. قاسم او رستم عبدل ته وويل چې ارش ډير تکړه هلک دی. په کم وخت کې يې د غيږې نيولو چلونه زده کړل او که غواړې چې ورسره غيږه ونيسې نو دا ګز او دا ميدان.
خو عبدل غيږې نيولو ته حاظر نه شو او قاسم ته يې په غوږ کې وويل: ((دا ځل ارش له داسې چا سره په غيږه اچوم چې بيا له غيږې نيولو نه توبه وباسي)) دا ورځ تيره شوه. رستم، قاسم او ارش، يو بل ته د غيږې دنيولونوي چلونه ور زده کړل، په پای کې دسيالۍ (مسابقې) ورځ راورسيده او ټول هلکان دلوبو ميدان ته روان شول. همدا چې لوبه شروع شوه، نو عبدل نارې کړې چې ارش دې له رستم سره غيږ ونيسي، خو ارش دا خبره ونه منله. عبدل ورباندې ملنډې ووهلې چې ډارن او بې غيرته يې، خو رستم او قاسم ورته وويل چې ارش ډير تکړه دی او له هر چا سره غيږه نيولی شي. په عبدل باندې داخبره بده و لګيده او اعلان يې وکړ چې ارش دې له داود سره غيږه و نيسي، په دې خبره ټول حيران شول، ځکه چې داود په غيږه نيولو کې ډير تکړه و او څو ځله يې عبدل ته هم ماته ورکړي وه.
قاسم او رستم ورته وويل ((دا ته څه وايې)) عبدل ورته وويل چې تاسې نارې وهئ چې ارش له هر چاسره غيږه نيولی شي اوس دا ګز او دا هم ميدان. ارش زړه نازړه تيارشو او لوبه پيل شوه، ارش او داود يو بل ته په غيږ ورغلل. په پای کې ارش داود راڅملاوه او لوبه يې وګټله . ټول ماشومان ډير خوښ شول. عبدل چې د ارش دا تکړه توب وليد، نو په خپلو تيرو کړنو پښيمانه شو او له ځان سره يې وويل که ارش ړوند دی خو په ټولو کې تکړه دی. ځکه هغه وپوهيده چې ړانده خلک هم د نورو خلکو په شان لوبې کولی شي، کسب زده کولی شي او له هيچا هم کم نه دي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||