|
دژوندکيسې: دسندرو سيالي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په يوه غره کې د زرکانو يوه غټه پاچايي وه. د زرکانو پاچا ”زرين زرک“ به هرکال د غره د مارغانو ترمنځ د سندرو سيالي جوړوله او ګټونکي مرغه ته به يې ښه غټه جايزه هم ورکوله. يوه ورځ دې سيا لۍ ته لنډي زرک، خړ زرک او برګ زرک هم راغلي وو او درې واړه ډېر اندېښمن ښکارېدل، ځکه ټولو مرغانو غوښتل چې دغه سيالي وګټي. خړ زرک اندېښمن و چې دا سيالي به څوک ګټي؟ لنډي زرک ورته وويل چې زه خو هر وخت دسندرو ويلو تمرين کوم، برګ زرک وويل چې زه هم تمرين کوم. خړ زرک چې ددوی خبرې واورېدې نو ورته ويې ويل: زه خو هم تمرين کوم، زه نو ولي سيالي ونه ګتم؟ په دې وخت کې برګ زرک ورته وويل: تاسې ځان ډېر مه په عذابوئ، داسيالي خامخا زه ګټم، ځکه چې دا سيالي پروسږ کال هم ما ګټلې وه اوسږ کال به يې زه ګټم.
نور زرکان نه پوهېدل چې برګ زرک ولې داسې وويل؟ برګ زرک به هره ورځ دباندې وته او په لوړغږ به يې سندرې ويلې. يوه ورځ په داسی حال کې چې باران اورېده اوهوا هم سړه وه، برګ زرک سندرې ويلې. په دې وخت کې د باران اوبرېښنا غږ دبرګ زرک مور له خوبه راويښه کړه، ګوري چې برګ زرک په کورکې نشته، مور يې په وارخطايۍ له کوره راووته او دبرګ زرک په لټه کې شوه. شاوخوايې کتل ګوري چې برګ زرک دڅېړۍ د ونې سره ناست دی او سندرې وايي. مور يې وويل چې برګيه زويه راځه په کورکې تمرين وکړه، خو برګ زرک ورته وويل نه . پروسږ کال مې هم دلته تمرين وکړ او سيالي مې وګټله او سږ کال هم دلته تمرين کوم چې بيا سيالي وګټم. مور يې وويل چې، پروسږکال ګرمي وه اوسږ کال يخ دی، ګوره باران هم اورېږي چې ناروغ نه شې.
خوبرګی پر خپله خبره ټينګ ولاړ و. په دې وخت کې سخت باد راوالوت اورڼاورځ يې توره تياره کړه. برګ زرک په وارخطايي له خپلې موره سره په منډه خپل کور ته ولاړ. سبا سهار دغره له هره ګوټه مرغان دسندرو دسېالۍ لپاره راټول شول، خړ او لنډی زرک لا د وخته راغلي وو خو دبرګ زرک درک نه و. لنډی او خړ زرک وارخطا وو چې برګ زرک ولي سيالۍ ته را نه غی؟ تر لږ ځنډ وروسته برګ زرک راغی، خو ستوني يې درد کاوه، ټول ځان يې خوږېده او سخته تبه يې وه، لنډه داچې سيالي پيل شوه. هر مرغه به چې سندره ويله نو برګ زرک به ورباندې ملنډې وهلې، لنډی زرک حيران وچې برګ زرک ولي داسي کوي؟ خړ زرک ډېره ښکلې سندره وويل، خو برګ زرک ورباندې وخندل.
کله چې دبرګ زرک د سندرې وار راغی نو په سندرويې لاسم پيل نه وکړی چې ستونی يې په درد شو او په ټوخي يې پيل وکړ. کله چې يې ټوخی ودرېده نوبيا يې غاړه تازه کړه خو داځل يې بيا ستونی بند شو. بل ځل يې بيا دسندرو ويلو هڅه وکړه خو بيايې هم ګټه ونه کړه. په پای کې زرين زرک اعلان وکړ چې دسږکال سيالي خړ زرک وګټله. برګ زرک له ځان سره کلک هوډ وکړ چې بيا به بې ځايه غرور نه کوي او په سړه هوا کې به دباندې يخ ته نه ګرځي چې ناروغ نه شي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||