BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:17 گرينويچ 2007 ,03 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دژوندکيسې: ټوکرۍ اوبدونکی هلک

ګل محمد د ټوکرۍ جوړولو پرمهال


و، نه و، په يوه کلي کې دوه ملگري وو چې يو گل محمد او بل طالع محمد نومېده.

گل محمد به د ولو له لښتو څخه ښکلې ټوکرۍ او د غنمو له سوارو څخه چج او جاروګان جوړول.

ده به دغه شيان هم خرڅول او هم به يې خپلو ملگرو ته د ډالۍ په توگه ورکول. گل محمد به خپل کار ته ډېر پام کاوه او ويل به يې چې د انسان لاس گل وي.

انسان چې هرڅومره کار وکړي هغومره بريالی کېږي او هغه څوک چې کار کوي پر خلکو ډېر گران وي او ډېر ارزښت ورکوي.

طالع محمد به هم ځينى شيان جوړول، خو هيڅ کار ته به يې سم پام نه کاوه، هر کار به يې هسي تر سر تېراوه او ويل به يې چې، که طالع ونه لري چې، زر کماله هم ولري هېڅ مانا نه لري، ده به داشعر وايه:

ګل محمد
 انسان چې هرڅومره کار وکړي هغومره بريالی کېږي او هغه څوک چې کار کوي پر خلکو ډېر گران وي او ډېر ارزښت ورکوي.
ګل محمد

عقل مه غواړه طالع غواړه رحمانه

عقل مند د طــالع منـو غلامان دي

يوه ورځ گل محمد او طالع محمد خپل جوړ کړي شيان دخرڅ لپاره په بازار کې د سړک تر غاړه اېښي وو.

له طالع محمد سره خپله ښارو( مينا) هم روانه وه او د دوی يوه يوه خبره به يې تکراروله. په دې ورځ دکلي ملک له خپلې وړې لور راضيې سره په بازار کې روان و.

راضيې وويل چې پلاره ماته دغه دګلانو يوه ټوکرۍ واخله! مينا د راضيې خبره تکرار کړه چې دراضيې مينا ډېره خوښه شوه.

راضيې پلارته وويل چې مينا ورته واخلي، پلار يې هم دهغې خبره ومنله اوله طالع محمد څخه يې مينا په ګرانه بيه واخيسته.

څو ورځې وروسته کليوالو د کلي د جومات بام د اخېړ لپاره اشر کړی و. په اشرکې مامور متين چې د کلي مشر و هم برخه درلوده او د اشريانو کار يې څاره.

 راتلونکې دوشنبه د بازار ورځ ده، له ښاره ډېر خلک د سودا لپاره راځي، که تاسي هم دخرڅلاو لپاره کوم شی لرئ، نو دغه بازار ته يې راوړئ!
ملک

ده وليدل چې ټول کليوال ښه په مينه کار کوي، خو طالع محمد کار نه کوي، بلکې هسي وخت تېروي.

کله چې اشريانو چای څښلې نو مامور متين طالع محمد ته وويل چې، ورشه په خټه کې وخېژه. طالع محمد په خټه کې وخوت چې په دې وخت کې دکلي ملک راغی.

ملک وليدل چې ټول اشريان ناست دي، خو طالع محمد کار کوي، هغه و چې هغه ته يې (٥٠) افغانۍ جايزه ورکړه.

ملک دتلو پر وخت ټولو ته وويل چې راتلونکې دوشنبه د بازار ورځ ده، له ښاره ډېر خلک د سودا لپاره راځي، که تاسي هم دخرڅلاو لپاره کوم شی لرئ، نو دغه بازار ته يې راوړئ!

طالع محمدله ګل محمد څخه وغوښتل چې ده ته يوه غټه ټوکرۍ ور جوړه کړي خو هغه په ملنډو وويل:

که ته تش لاس هم بازار ته ولاړشې، نو بيرته ډک لاس راځې، ولي هسي بې ځايه زيار باسې.

ګل محمد په کورکې په دې باب فکر کاوه چې د ده هنر به کاميابه شي اوکه دطالع محمد طالع؟ ده همدا چورتونه وهل چې خوب يووړ.

د ګل محمد په لاس جوړه شوې ټوکرۍ
 طالع دکمال او هنر په وړاندې ماته وخوړه، بايد هرڅوک هڅه وکړي چې يو نه يو هنر زده کړي، ځکه چې هر وخت يي په کارېږي.
ګل محمد

په خوب کې يې وليدل چې يو چاغ سړی په موټر کې راغی او د طالع محمد ټوکرۍ يې رانيول، خو ګل محمد چې هر څومره ورته دخپلو ټوکريو صفت وکړ هغه ورڅخه وانه خستله.

په دې وخت کې دګل محمد ټوکرۍ دموټر تر ټاير لاندې شوه چې دی په خپلو چيغو له خوبه راويښ شو.

څو ورځې وروسته د بازار ورځ راوره سېده، هر چا دخرڅلاو لپاره يوڅه راوړي و.

ګل محمد هم په بازار کې ناست و او يوه ټوکرۍ چې له مريو څخه يې جوړه کړې وه مخ ته ايښې وه. طالع محمد هم خپلې څو دانې ټوکرۍ او يو زوړ خورجين بازار ته راوړی و.

يوه ښځه چې په ښارکې يې دګلانو پلورلو دکان درلود، دګل محمد ټولې ټوکرۍ رانيولې او و يې ويل چې نورې ټوکرۍ هم جوړې کړه، زه به هره دبازار په ورځ سړی درته رالېږم او درڅخه وړم به يې.

په دې ډول ګل محمد ثابته کړه چې طالع دکمال او هنر په وړاندې ماته وخوړه، ګل محمد ثابته کړه چې بايد هرڅوک هڅه وکړي چې يو نه يو هنر زده کړي، ځکه چې هر وخت يي په کارېږي.

کمال او نور ماشومان د لوبو پرمهالد ژوند کيسې
دکمال مهارت
زرين زرکدژوندکيسې
دسندرو سيالي
خوږ اوازه مرغۍ دژوندکيسې
خوږ اوازه مرغۍ
ډاروونکی سيورید ژوند کيسې
ډاروونکی سيوری
زرينه قومرغهدژوند کيسې
زرينه بڼکه
 ګندنهد ژوند کيسې
د ګندنې پاڼه
ترکی پسهد ژوند کيسې
ترکی پسه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>