|
د ژوند کيسې: دکمال مهارت | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
و، نه و، يو هلک و چې کمال نومېده. دی په هره لوبه کې دکلي تر نورو هلکانو ډېر تکړه و، خو له دې سره سره بيا هم دهلکانو نه خوښېده چې لوبه دي ورسره وکړي. يوه ورځ چې دکلي هلکانو دخوسي لوبه کوله کمال راغی چې دی هم دغه لوبه وکړي. کله چې هلکانو دی وليد نو خپه شول، ځکه زړه يې نه غوښتل چې کمال دي له هغوی سره لوبه وکړي. په تېره بيا زلمی او وکيل ورسره سخت مخالفت وکړ او ورته وه يې ويل چې، ته بياجنګ کوې او لوبه خرابوي. دکمال ملګري، ظريف د کمال ضمانت وکړ، هغه وچې هلکانوکمال په لوبه کې پرېښود. د لوبې په منځ کې کمال وکيل ټيله کړ، کله چې وکيل ګيله وکړه، نو کمال وويل چې، مانه يې ټېله کړی. په دې وخت کې زلمي هم د وکيل خبرې تائيدکړې او کمال يې ملامت وګاڼه. پر دې خبره کمال له زلمي سره لاس او ګريوان شواو دواړو ښه جنګ وکړ. ترجنګ وروسته ظريف هم ډېر پښېمانه وچې ولې يې دکمال ضمانت وکړ، چې له همدې ورځې نه ظريف هم له کمال څخه خوابدی شو. کمال داسي فکر کاوه چې دا د يو څو ورځو خبره ده، هلکان بيرته را سره پخلاکېږي، ځکه چې يوخو زه ترټولو ښه لوبه کوم اوبل ډېر ښه بايسکل هم لرم. څو ورځې تېري شوې خو هيڅوک دکمال پخلا کولو ته را نغی. يوه ورځ دکمال ډېر زړه تنګ شو او له کوره راووت، ګوري چې دده خور زرغونه له خپلې خورلڼې ناجيې سره لوبې کوي. زرغونې ورته وويل چې راشه ته هم زموږ سره لوبې وکړه، چې کمال هم ورغی اوله زرغونې دوی سره يې د کوټنيو په جوړولو پيل وکړ. په دې وخت کې دناجيې لاس دکمال دکوټنۍ پريوه کونج ولګېد. په دې کې کمال سخت په غوصه شو او د ناجيې کوټنۍ يې ور خرابه کړه. ناجيه په ژړا شوه او زرغونې ته يې وويل چې دا ټول ستاله لاسه چې هلک دي لوبو ته راګډ کړ.
يوه ورځ دکمال پلار هغه ته يو ډېر ښايسته توپ راوړ. کمال داسي فکر وکړ چې اوس خونو کليوال خامخا زما پخلا کولو ته راځي، خوهلکان يې بياهم په کيسه کې نه شول. يوه ورځ وکيل، ظريف، زلمي او دکلي نورو هلکانو غوښتل چې د فوټبال لوبه وکړي خويو نفر يې کم و، چې په دې وخت کې کمال راغی. داچې کمال په خپله پخلاشو، هلکانو هم په لوبه کې ونيو. خو له ټولو سره دا اندېښنه وه چې کمال بيا شخړه جوړه نه کړي. وکيل چې دکمال دوی په مقابله ډله کې و، توپ يې شوټ کړ چې، دکمال دوی دګول پر سر تېر شو. په دې وخت کې وکيل له خوښۍ نه چيغې شروع کړې او ويې ويل چې، توپ ګول، توپ ګول شو. کمال ورته وويل چې توپ ګول نه شو، بلکې د ګول پر سرتېر شو، خو وکيل بياهم پر خپله خبره کلک ولاړو. وکيل زلمي ته په غوصه شو او ورته يې وويل چې، ته ځکه دکمال خوا نيسې چې ستا په ډله کې دی.
زلمي د هغه دا خبره ونه منله او وکيل يې ملامت وګاڼه. په دې کې وکيل او زلمی سره لاس او ګريوان شول، خو کمال هغوی شخړې ته پرې نه ښودل او ويې ويل چې پرېکړه به درېيمګړي کوي چې، په پای کې ظريف ددرېيمګړي په توګه غوره شو. ظريف وويل چې توپ ګول شوی نه، بلکې دګول پر سر تېرشو، چې په دې ډول دغه لانجه ختمه شوه. هلکانو دا کار دکمال، کمال وګاڼه چې دزلمي او وکيل تر منځ يې لانجه ختمه کړه. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||