BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:14 گرينويچ 2007 ,24 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: ورکه کشکره

ورکه کشکره

نادر يوهلک و چې کور يې دکلي په يوې داسې برخې کې جوړ شوی و چې هلته دناجو يوه ډېره لوړه ونه ولاړه وه.

که څه هم دې ونې ته ختل دومره ګران کار نه و خو نادر بياهم نه شوای ورختلای.

يوه ورځ چې نادر له خپلې خور زرغونې سره په کوټه کې په لوبو بوخت و، چې ناڅاپه دکور په انګړ کې ديوه الوتونکي مارغه چغار واورېدل شو.

زرغونه او نادر چې انګړ ته ور ووتل نو ويې ليدل چې يوه کشکره د انګړ پر سر راګرځېده او چيغې يې وهلې.

دوی دکشکرې په ننداره بوخت شول چې ناڅاپه يې مور ور نارې کړې:

پام کوئ چې وړاندې ولاړ نه شئ! نادر دوی چې وکتل نو په انګړ کې يې يو مار وليد.

کيشکره او د کيشکرې بچي
 کاشکې دې ونې ته ورختلای شوای چې دکشکرې بچي مې را اخيستي وای.
نادر

تر څو چې د نادر مور له ګاونډيانو څخه مرسته غوښته، نو مار د دروازې له لارې وتښتېد.

خو عجيبه داوه چې د مار په تښتېدو کشکره هم غلې او د ناجو په ونه کې په خپله ځاله کې کېناسته.

کشکرې خپله ځاله د نادر دوی تر کور دمخه دلته جوړه کړې وه، خو نادر دوی خبر نه وو.

په دې وخت کې د نادر په زړه کې ور وګرځېده چې کاشکې دې ونې ته ورختلای شوای چې دکشکرې بچي مې را اخيستي وای.

د دې ورځې په سبا زرغونې په انګړ کې خپلو چرګوړو ته دانه وراچوله چې ناڅاپه يې نادر او خپل د تره زوی ظاهر ته پام شو چې دکور بام ته ختل.

زرغونه وارخطاشوه چې نادر او ظاهر ولې بام ته وختل؟ زرغونه بام ته ورپسي ور وختل او نادردوی ته يې وويل چې پر بام کاغذ باد مه الوزوئ چې راوبه لوېږئ.

نادر دوی وويل چې موږ کاغذ باد نه الوزوو، بلکې غواړو له بامه وګورو چې د کشکرې بچي له هګيو راوتي دي او کنه؟

کيشکره
کله چې کشکرې خپله ځاله تشه وليده نوڅو چيغې يې وکړې.

کشکرې چې نادر دوی وليده نو له ونې څخه والوته او په چيغو يې پيل و کړ. په دې کې زرغونې په وارخطايي چيغه کړه او ويې ويل چې، وۍ غوښه.

زرغونې غوښه مينځلې اوپر چوتره يې ايښې وه چې پيشو وتښتوله. دپيشو له تلو سره کشکره هم غلې شوه او خپلې ځالې ته ولاړه.

خو زرغونه حيرانه شوه چې کشکره ولي دنا اشنا شي په ليدوچيغې وهي؟ دې دغه خبره نادر ته وکړه خو هغه وويل چې کشکره هسي هر وخت چيغې وهي.

سبا چې زرغونه له ښوونځي څخه کور ته راغله نو ويې ليدل چې نادر دناجو تر ونې لاندې ولاړ او ظاهر ونې ته خېږي.

ظاهر وويل چې زه غواړم دکشکرې بچي راښکته کړم.که څه هم زرغونې نادر دوی له دې کاره منع کړل خو هغوی ددې خبرې ونه منلې او دکشکرې بچي يې راواخيستل.

نادر له ونې څخه راکښته کېده چې راوښويېده او پښه يې لږ ژوبل شوه. ظاهر نادر ته وويل چې ته دکشکرې بچي وساته، کله چې زه ښه شوم، بيا به يې سره ووېشو.

سبا چې کشکرې خپله ځاله تشه وليده نوڅو چيغې يې وکړې او بيرته ولاړه.

د کيشکرې ځاله چې خالي ده
 که تا دکشکرې بچي نه وای راښکته کړي نو کشکره به هم نه تله او که کشکره وای نوخامخايې دسورلنډي په ليدوشور کاوه او موږ خبرېدو.
زرغونه

يوه ورځ چې نادر په کوټه کې دکشکرې بچيو ته دانه وراچوله، ناڅاپه يې دچرګوړو شور تر غوږو شو.

نادر په منډه انګړ ته را وه ووت، ګوري چې يوه سور لنډي دنادر چرګوړی وړی دی.

زرغونې داپړه پر نادر واچوله او ويې ويل چې که تا دکشکرې بچي نه وای راښکته کړي نو کشکره به هم نه تله.

که کشکره وای نوخامخايې دسورلنډي په ليدوشور کاوه او موږ خبرېدو. بيايې د مار او پيشو کيسه هم ورته وکړه.

نادر وويل چې ماته نن زموږ کليوال اسدالله هم همدا خبره وکړه. له دې سره سم نادر د ظاهر دوی کره ولاړ او ظاهر يې پيداکړ.

دوی دواړو دکشکرې بچي بيرته په ځاله کې کېښودل او بيا دواړو کلک هوډ وکړ چې، تردې وروسته به هيڅ الوتونکي مارغان نه ځوروي.

غېږ نيوونکيد ژوند کيسې
ړوند پالوان
ټوکرۍدژوندکيسې
ټوکرۍ اوبدونکی هلک
کمال او نور ماشومان د لوبو پرمهالد ژوند کيسې
دکمال مهارت
زرين زرکدژوندکيسې
دسندرو سيالي
خوږ اوازه مرغۍ دژوندکيسې
خوږ اوازه مرغۍ
ډاروونکی سيورید ژوند کيسې
ډاروونکی سيوری
 ګندنهد ژوند کيسې
د ګندنې پاڼه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>