|
د ژوند کيسې: واورينه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
و، نه، و، د پروينې په نوم يوه نجلۍ وه چې له خپلې مور او وړوکي ورور سره په کلي کې اوسېده. پروينې دوی چرګان هم درلودل، په دغو چرګانوکې يوه سپينه چرګه هم وه چې پروينې واورينه بلل. واورينې به هره ورځ يوه هګۍ اچوله. يوه ورځ د پروينې مور پروينې ته وويل: "جګ او ګيلاسونه سره ټول کړي، پر خپل ځای يې کېږدي او د دسترخوان خسوسکي (اتامونه) چرګانو ته واچوي." پروينې دسترخوان ټول کړ، خسوسکي يې چرګانوته واچول، خوجګ يې پورته نه کړ او له خپل ورور سره يې په لوبو پيل وکړ. دا لا په لوبو بوخته وه چې دهغې خورلڼې سکينې ور غږکړه او خپل ګاټي يې ورته وښوول، دپروينې ګاټي ډيرخوښ شول، سکينې ورته وويل چې راځه پيتاوي ته کېنو، هم به ګاټي وکړو اوهم به تاوده شو. پروينې دسکينې خبره ومنله او داړو په ګاټو پيل وکړ.
دوی ګاټي کول چې پروينې ته يې مور ورغږ کړه چې جګ دي پرخپل ځای کېښود کنه؟ که دي نه وي ايښی ورشه اوس يې پرځای کېږده. پروينې ورته وويل چې سمه ده، خو بيا هم په خپلو لوبو بوخته شوه. په دې وخت کې دپروينې د ورور غږ راغی چې ژړل يې. دپروينې وړوکي ورور د اوبو جګ يخې او به پر ځان چپه کړي وې او ژړل يې. د پروينې مور په منډه منډه کوټې ته راغله، پروينه هم ورپسې ورغله، مور يې ورته په غوصه شوه او ورته ويې ويل چې کارونو ته ښه پام نه کوې، خو پروينې لوبه پلمه کړه. مور يې ورته وويل چې هم لوبې کوه او هم خپلو کارونو ته پام کوه. تر دې وروسته پروينه ولاړه شوه چې خپل کوچني ورورته نو کالي راوړي، ځکه چې کالي يې لانده شوي و. پروينې چې کالي راوړل مور يې ورته وويل چې اوس نو په منډه ولاړه شه د اوړو پرمخ يوټوکر واچوه،
بيا دخسو له کوټې څخه د تناره لپاره لږ خس راوباسه، خو ګوره چې ځان په لرګيو ژوبل نه کړې. پروينې نه يوازې داچې دخسوله کوټې څخه يې خس راو نه ايستل، بلکې اوړه يې هم له ياده ووتل، ځکه کله چې له کوټې راووته نو، بياله سکينې سره په لوبو بوخته شوه. مور يې بيا ورنارې کړې چې د اوړو پرمخ يو کالی مالی واچوه او خس راوباسه. دې وويل چې سمه ده اوس دستي ځم. په دې وخت کې دسکينې بله ګاونډۍ نجلۍ ښايسته راغله چې ډېره خوشاله ښکارېده. هغه دخپلې ترورزۍ له شيريني خورۍ يا دسمال څخه راغلې وه او پروينې دوی ته يې دشيريني خورۍ کيسې پيل کړې، دوی په همدې کيسې کې وو چې له ليري دپروينې مور راښکاره شوه. پروينه دخپلې مور په ليدو وارخطا شوه او منډه يې کړه چې دخسو له کوټې څخه خس راوباسي. پروينه په وارخطايۍ دخسوکوټې ته ننوته چې سمدلاسه يې په پښه کې يو اغزی ولاړ.
دومره ژوبله نه شوه، له پښې څخه يې اغزی وکيښ او له کوټې څخه راووته، ترڅو چې يې تناره ته لرګي وراچول مور يې هم راورسېده. مور يې په قهر وه چې ولي يې اوړه نه وه پټ کړي، چرګانو ناولي کړي دي. مور يې پروينه ولېږله چې کاسه راوړي او د اوړو دمخ ناولي لانده کړي اوړه په کې واچوي اوخپله ولاړه دتناره په لګولو يې شروع وکړه. يو وخت يې پام شوچې دلرګيو په منځ کې يو شی پروت دی او سوځي. د پروينې د مور پام نه و چې واورينه په تناره کې ده. پروينه ډيره خپه شوه او هوډ يې وکړ چې تر دې وروسته به دکار په وخت کي لوبې نه کوي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||