BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 13:18 گرينويچ 2008 ,13 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: سمسور ژمی

ماشومان د درسو لوستلو پر مهال
ماشومان بايد د لوبو او درسونو لپاره مهال ولري.
و، نه و، په يوه کلي کې دوه هلکان وو چې يو نسيم اوبل يې عارف نومېده.

دوی دواړو په ښوونځي کې يوځای درس وايه. نسيم چې به کله له ښوونځي څخه راغی نودکلي ترڅنګ به يې خپل پسونه څرول.

منی تېر شو او ژمی راغی چې هوا هم ورسره سړه شوه. يوه ورځ عارف د خپل ټولګي له اول نمره، نظيف سره پيتاوي ته ناست و او د هغو هلکانو ننداره يې کوله چې دکلي په ميدانۍ کې يې لوبې کولې.

عارف نظيف ته وويل چې نه پوهېږم، نسيم ولي ورځ په ورځ په خپلو درسونوکې تکړه کېږي؟ عارف داسي فکر کاوه چې نسيم د پسونو څرولو پر مهال مطالعه هم کوي.

په دې باب يې ډېر چورتونه ووهل خو د نسيم د تکړه کېدو راز يې ونه موند. تردې وروسته يې داسي فکر وکړ چې، ښايي نظيف به د دې خبرې راز پيدا کړی وي.

هغه و چې يوه ورځ په نظيف پسې ولاړ او هغه ته يې دغه خبره ياده کړه. نظيف وويل چې، زه فکر کوم خامخا يې زموږ کوم معلم خپل دی او هغه په درسونو کې مرسته ورسره کوي.

د عارف هم دغه خبره ځکه زړه ته ولوېده چې نسيم يې څو واره ليدلی وچې لاندي کلي ته به روان و.

د نسيم د تکړه کېدو راز څه دی؟
 زه فکر کوم خامخا يې زموږ کوم معلم خپل دی او هغه په درسونو کې مرسته ورسره کوي.
نظيف

نظيف وويل، ښايي نسيم يو مهالوېش ولري چې دکار پر وخت کار کوي او د درس پر وخت درس وايي.

دوی په همدې خبرو لګياوو چې په دې وخت کې نسيم له يوې کڅوړې سره راښکاره شو.

عارف نظيف ته وويل چې کله نسيم راغی نو ته زما اوله ده څخه د رسامۍ امتحان واخله.

کله چې نسيم راغی نو نظيف دواړو ته وويل چې تاسې هر يو يوه زاڼه رسم کړئ.

نسيم هم دغه خبره ومنله، له خپلې کڅوړې څخه يې ځان او عارف ته يو يوسپين کاغذ او يو يو پنسل راووکيښ.

دواړو د زاڼې په رسمولو پيل وکړ، لږ وروسته معلومه شوه چې نسيم ډېر ښه رسم کښلی دی.

عارف او نظيف دواړه د نسيم ښکلي رسم ته حيران شول، عارف غوښتل، له نسيم څخه په دې اړه پوښتنه وکړي.

نسيم د ونې لاندې
نسيم د لوبو په وخت کې لوبې کوي او د درس په وخت کې درس وايي.

په دې وخت کې د عارف خور ملالۍ نارې کړې چې عارفه راشه کور ته اوبه راوړه! عارف تراوبو راوړلو وروسته، په صندلۍ کې پرېووت چې يوه شيبه وروسته خوب يووړ.

په خوب کې يې ليدل چې په ژمي کې يې ښوونځی شروع شوی دی. په ټولګي کې يې بخارۍ ايښې او نوی ښوونکی راغلی دی. ښوونکی چې هره پوښتنه ځنې کوي نو دی سم او نسيم غلط ځواب ورکوي.

ده تر نسيم ښه رسم وکيښ او ښوونکي هم ډېر وستايه. عارف تر رسم کښلو وروسته د بخارۍ ترڅنګ کېناست چې ناڅاپه يې چيغه کړه او له دې سره سم له خوبه راويښ شو.

ګوري چې پښه يې د صندلۍ پر منقل لګېدلې او لږ سوځېدلې ده. د عارف خور په منډه راغله او ده د خپل خوب کيسه ورته وکړه، ملالۍ د دې خوب په باب ډېر وخندل.

وروسته ولاړه شوه چې دمنير د خور فيروزې کره ولاړه شي، ځکه چې هغه يې خورلڼه وه. عارف له خدايه دغه ساعت غوښت، سمدستي ولاړ شو او له ملالۍ سره د منير دوی کره روان شول.

هلته چې ورسېدل نو وه يې ليدل چې نسيم له منير څخه رسامي زده کوله. نسيم وويل چې په اوړي او پسرلي کې له کاره نه وزګارېږم، ماويل چې راشه د ژمې له رخصتيو څخه ګټه واخله.

 زه اوس پوه شوم، چې نسيم له ژمنيو رخصتيو څخه ښه ګټه اخيستې ده، ځکه نو دومره تکړه شوی دی.
عارف

هغه و چې له منير څخه مې رسامي زده کول پيل کړه چې اوس مې ډېر شيان ځنې زده کړي دي.

د دې ترڅنګ په کور کې مطالعه کوم او په جماعت کې له ملاصاحب څخه قران شريف زده کوم.

عارف پوه شو چې نسيم له ژمنيو رخصتيو څخه ښه ګټه اخيستې ده، ځکه نو دومره تکړه شوی دی.

هماغه وچې ده هم هوډ وکړ چې تر دې وروسته به له منير څخه رسامي زده کوي.

مکيد ژوند کيسې
خطرناک سفر
واورينهد ژوند کيسې
واورينه
کيشکره او د هغې ځالهد ژوند کيسې
ورکه کشکره
غېږ نيوونکيد ژوند کيسې
ړوند پالوان
ټوکرۍدژوندکيسې
ټوکرۍ اوبدونکی هلک
کمال او نور ماشومان د لوبو پرمهالد ژوند کيسې
دکمال مهارت
زرين زرکدژوندکيسې
دسندرو سيالي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>