|
ژوند کيسې: خطرناک سفر (دويمه برخه) | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
چکي او ميکي د ماري په خېټه کې ښه خوشحاله وو. هرڅه چې ماري خوړل دوى هم ورسره خوړل. ماري ډېره په تکليف وه چې په دې وخت کې د ماري د بدن ساتونکي مکش او پکش خبر شول. مکش پکش ته وويل چې، ما د پيرې پرمهال دوه مکروبونه وليدل چې، يو يې چکي او بل يې ميکي نومېدل. پکش مکش ته وويل چې موږ بايدله دغو مکروبونو سره مقابله وکړو او هغوی له منځه يوسو. خود دې جګړې لپاره غټو غټو پهلوانانو ته اړتياده. مکش هم دغه خبره ومنله او دواړه په پهلوانانو پسې ولاړل. يوه شيبه وروسته چکي و ميکي ته وويل چې، ملګريه پام کوه زه يو خطر وينم. ميکي چې وکتل نو پکش او مکش ددوی خواته راروان وو. ميکي دوی سخت وارخطا شول او چکي ته يې وويل چې راځه وتښتو، ځکه چې هغوى پر موږ زورور دي. خو چکى ميکي ته وويل چې نه، نه تښتو، ځکه چې موږ دلته په ډېرو ستونزو راغلي يو، بايد و نه وېرېږو، ځکه چې زموږ د ژوند لپاره د انسان گېډه تر ټولو ښه ځاى دى، خو ميکي بيا هم وېرېده. چکي وويل چې موږ تر پکش او مکش ډېر خطرناک يو، په تېره بيا که ماري نور ناپاکه خواړه وخوړل نو زموږ نسل به ډېر شي، زموږ پوځ به غښتلی شي، بيابه هيڅوک زموږ په اندازه زور و نه لري. ميکي چکي ته وويل چې ته د ماري معده خرابه کړه چې درمل ونه شي خوړلای، له هره ځايه هر څه وخوره، چې ښه قوي شې. چکي او ميکي د ماري معده خرابه کړه، خو بياهم له پکش دوی څخه ډارېدل.
چکى خپلو ملګرو ته وويل چې هغوى خو راغلل، تاسو هم جګړې ته ځانونه تيار کړئ! ميکي په ژړا ځان په يوه سوري کې پټ کړ، پکش چکي ته وويل چې پام له ځايه و نه ښورې! له دې سره سم يې پر چکي ګوزار وکړ او هغه يې وواهه. چکي ډېر ژوبل شو او له مکي سره يوځای په سوري کې پټ شو. پکش مکش ته وويل چې اوس نوله چکي او ميکي څخه پر ارامه شولو، هغوی به يا مړه شوي او يابه سخت ټپيان شوي وي. کله چې ماري ناپاکه خواړه وخوړل، نوچکي او ميکي بيرته غښتلي او روغ شول. دا ځل پکش او مکش ستړي شوي وو. چکي او ميکي راغلل او پر پکش او مکش يې يې سخت بريد وکړ چې په نتيجه کې يې هغوی سخت ټپيان کړل.
مکش او پکش ډېر ژوبل شوي وو، بس لږ پاتې وچې له لوږې مړ ه شي، دوی په خپلو منځو کې سره وويل چې، کاشکې ماري يوڅه پاک خواړه او درمل وخوري چې موږ غښتلي شو او مکروبونه له منځه يوسو. په دې وخت کې پکش مکش ته وويل چې، ته غوږ ونيسه چې د ماري مورڅه وايي؟ ماري ته يې مور ويل چې، لاسونه دي پاک په صابون ومينځه او دغه شوله وخوره چې بيا دوا درکړم. خو ماري خپل لاسونه پرې نه ولل او د پاکې شولې پر ځای يې پاتي بېګاني خواړه و خوړل. د ماري مور هغې ته دارو ورکړل چې جوړه شې، خو په دې وخت کې د ماري خوا وګرځېده (کانګي يې وکړي). مور يې وارخطاشوه او ماري يې ډاکټر ته بوتله. ماري مجبوره شوه چې د ډاکتر په لارښوونه دوا وخوري.
په دې وخت کې چکي او ميکي بيا پر مکش او پکش دوی بريد وکړ. چکي پکش ته وويل چې مخکيني وهل دي هېر شول؟ پکش وويل چې زه اوس بيرته غښتلی شوى يم، اوس نوځان ټينگ کړه. چکي په زګېروي (نالښت) له ميکى څخه مرسته وغوښته خو ميکى وويل چې زه له تاسره مرسته نه شم کولای. کاشکې چې ماري بيا ناپاک خواړه وخوري چې، نور مکروبونه راشي او زموږ سره مرسته وکړي. خو دا ځل ماري پوه شوې وه، پاک خواړه او دوا يې وخوړه چې ورسره جوړه شوه. د بدن ساتونکي يې غښتلي شول او چکي او ميکي مړه شول. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||