BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: د ډنډ کنګل

انور د يخمالک پر مهال
انور پرکنګل په ښويېدو شروع وکړ چې ناڅاپه يې پښه خطاشوه.
د ايمل، انور او توريالي په نوم درې ملګري وو، چې له مهاجرته نوي راغلي وو.

يوه ورځ چې ژمی وو او سخته يخني هم وه، توريالی، ايمل او انور د توريالي دوی د کور تر مخ پيتاوي ته ناست وو.

ايمل وويل چې، پرون زه دپاس کلي ډنډ ته تلی وم، هلته هلکانو يوه ډېره ښه لوبه کوله، توريالی او انور حيران شول چې دا به کومه لوبه وي؟

هماغه وچې درې واړه دپاس کلي د ډنډ پر لور روان شول.

کله چې ډنډ ته ورسېدل، انور اوتوريالی دډنډ په ليدوډېرخوښ شول، ځکه چې دډنډ مخ ټول کنګل (يخي) نيولی و او د ښويندوکي ( يخمالک ) لوبه ښه ورباندې کېدای شوای.

دوی سمدلاسه په ډېرې خوشالۍ پرکنګل باندې دښويندوکې لوبه پيل کړه. ايمل او انور توريالي ته وويل چې افرين ايمله! موږ ته دي څومره ښه لوبه راپيداکړه.

دبل کلي ډنډ
ماشومان په واړره کې دلوبو پر مهال
 پرون زه دپاس کلي ډنډ ته تلی وم، هلته هلکانو يوه ډېره ښه لوبه کوله،
ايمل

انور پرکنګل په ښويېدو شروع وکړ چې ناڅاپه يې پښه خطاشوه، ولوېده او پښه يې ژوبله شوه. له دې سره سم انور په ژړا پيل وکړ او دکور پر خوا روان شو.

د انور پښې څور ورځې درد کاوه، ځکه نوڅو ورځې ښويندوکې ته نه ولاړ، ايمل او توريالی هم دانور له خاطره ښويندوکی و نه کړ.

انور په کورکې چاته ونه ويل چې پښه مې دلوېدو له امله درد کوي.

کله چې د انور پښه ښه شوه نو انور، توريالي او ايمل دوی بيا هوډ وکړ چې کنګل شوي ډنډ ته به ځي او د ښويندوکي لوبه به کوي.

کله چې ډنډ ته ورسېدل نو، دتوريالي پام شو چې تر کنګل لاندې اوبه ښکاري .

توريالي انور او ايمل ته داوبو خبره وکړه، خو هغوی دغه خبره بابېزه وګڼله او په ښويندوکې يې پيل وکړ.

 کله چې هلکان ډنډ ته ورسېدل نو، دتوريالي پام شو چې تر کنګل لاندې اوبه ښکاري.
نکلچي

په دې وخت کې دپاس کلي يو هلک چې ګل محمد نومېده راغی او دوی ته يې وويل چې، دلته لوبه مه کوئ، کېدای شي چې کنګل مات شي او تاسي په اوبوکې ولوېږئ.

پروسږ کال زموږ يوه کليوال پر کنګل لوبې کولې چې کنګل مات شو او خوارکی د ډنډ په يخو اوبوکې ولوېد، کله چې خلک راتلل نو دی مړ شو.

انور دوی دګل محمد په خبرو ملنډې ووهلې او خپلې لوبې ته يې دوام ورکړ. د ګل محمد خبرو انور لږ انديښمن کړ، خو توريالي او ايمل هغه ډارن وباله.

يوه ورځ انور دوی په همدغه ډنډ کې ښويندوکی کاوه چې ناڅاپه کنګل مات شو او ورسره سم د ايمل چيغې پورته شوې.

ايمل دکنګل په يوې ټوټې پورې نښتی، داوبوپرسرګرځېده اونارې يې وهلې چې هلئ مرسته راسره وکړئ، هلئ در ومې کاږئ چې يخنۍ مړکړم.

دوه ماشومان په واوره کې دلوبړ پرمهال
له لوبو مخکې، دلوبو د ځای په اړه معلومات ترلاسه کول، ضروري ده.

توريالي دوی حيران وو چې ايمل څنګه له اوبوڅخه راوباسي؟

توريالي پاس کلي ته منډه کړه او کليوال يې د مرستې لپاره خبر کړل کليوال راورسېدل او ايمل يې له اوبوڅخه راوايست .

په دې وخت کې يوه کليوال انور دوی ته مخ راواړاوه او ويې ويل:

ايا په ټول کلي کې داسي يوڅوک نه و چې تاسي ته يې ويلي وای چې، دډنډ پرکنګل باندې ښويندوکی کول کنګل ماتوي او سړی په اوبو کې ډوبېږي؟

چکي، مکي او د هغوی نسلژوند کيسې
خطرناک سفر (دويمه برخه)
د سوارو سړید ژوند کيسې
سمسور ژمی
مکيد ژوند کيسې
خطرناک سفر
واورينهد ژوند کيسې
واورينه
کيشکره او د هغې ځالهد ژوند کيسې
ورکه کشکره
غېږ نيوونکيد ژوند کيسې
ړوند پالوان
ټوکرۍدژوندکيسې
ټوکرۍ اوبدونکی هلک
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>