BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: جادويي هندوانه

هندوانه

و،نه و، په پخوا زمانوکې يو ډېر غريب او نيک هلک وچې حميد نوميده، ده به تل دغلبېل پاتې شونې اود دسترخوان خسوسکي ( اتامونه ) مرغانو ته ور اچول.

کله چې به حميد مرغانو ته دانه او خسوسکي ور واچول نو دهغه انډيوال مراد به په غولکه هغه مرغۍ ويشتلې. يوه ورځ حميد اومراد پر لاره روان وو چې دحميد يوې مرغۍ ته پام شو.

دامرغۍ يوچاويشتلې او پښه يې ور ماته کړې وه. حميد مرغۍ راواخيسته . مراد ورته وويل چې، دا مرغۍ خو هسي هم مړه کېږي، راشه چې حلاله او پخه يې کړو.

حميد داخبره و نه منله او مرغۍ يې خپل کورته يووړه، کله چې کورته ورسېد نو خور او مور يې ورباندې په غوصه شوې چې اوس ته هم د مرادغوندي مرغۍ په غولکه ولې!

حميد وويل چې دامرغۍ بل چا ويشتلې اوما راواخيسته چې پښه يې ور وتړم . دحميد مور په دې خبره ډېره خوشاله شوه او دمرغۍ پښه يې ور وتړله چې يوڅو ورځې وروسته دمرغۍ پښه جوړه شوه.

دحميد مور مرغۍ ايله کړه. مرغۍ ولاړه په ونه کې کېناسته اوبيرته راکښته شوه. مرغۍ دهندوانې زړی په مښوکه کې نيولی و اوغوښتل يې چې په ځمکه کې يې ښخ کړي.

حميدورغی چې له مرغۍ سره مرسته وکړي، خومرغۍ والوته. حميد زړی په نرمه ځمکه کې ښخ کړ. تردې وروسته به هماغې مرغۍ هره شپه په خوب کې د زړې دساتنې په باب حميدته معلومات ورکول.

 کله چې حميد دريمه هندوانه ماته کړه، د هندوانې منځ له لالو او جواهرو ډک و.

زړی راشين شو او بيايې درې دانې هندوانې وکړې . څه وخت وروسته هندوانې غټې او پخې شوې .

حميد هندوانې راوشکولې او دوې دانې يې ماتي کړې چې ډېرې خوندوري وې. خوکله چې يې درېيمه ماته کړه، نوله سرو زرو، لعلونو او جواهروڅخه ډکه وه.

دحميد مور وارخطاشوه چې دادومره جواهرات او سره زر چېري پټ کړي، داسي نه وي چې غله يې ځنې غلا کړي.

اخر يې داسي پرېکړه وکړه چې دغه شيان به خرڅ کړي په هغه پيسو به ځمکې رانيسي او په ځمکو به دغه هندوانې وکري.

مراد چې داحالت وليد نوده هم دحميد په شان مرغانو ته دانې وراچول پيل کړل.

يوه ورځ دهماغې مرغۍ په شان يوه مرغۍ راغله چې دانه وخوري، مراد په غولکه وويشته، پښه يې ور ماته کړه اوبيا يې کورته يووړه چې درملنه يې وکړي .

مراد مرغۍ ته وويل چې ماته هم هغسي يو دهندوانې زړی راکړه چې حميد ته دي ورکړي و. يوڅو ورځې وروسته مرغۍ جوړه شوه او مراد ايله کړه. مرغۍ ولاړه او يوه شيبه وروسته بيرته راغله .

مرغۍ مراد ته هم د هندوانې يو تور زړی ورکړ، مراد هم سمدلاسه زړی وکره چې دې بوټي هم درې هندوانې وکړې، خو وړې وړې او مړاوي وې.

غومبسه
د هندوانې له ماتيدو سره سم،غومبسې د مراد پر مخ پوري ونښتې.

مراد سمدلاسه وشکولې اوخپلې مورته يې يووړلې. موريې ورته وويل چې بچيه داهندوانې يوسه، يوځای يې وغورځوه، زماخوهيڅ خوښې نه شوې.

خو مراد ونه منله اوهندوانې يې ماتي کړې. دوې هندوانې چې يې ماتي کړې نو پوچي او خالي وې. درېيمه هندوانه چې يې ماته کړه نوله غومبسو ( غالبوزو) ډکه وه.

د هندوانې له ماتېدوسره سم غومبسي دمراد په مخ پورې ونښتې، مراد منډې کړې او په يوه وياله کې ولوېده.

په دې وخت کې حميد راغی او مراد يې له ويالې څخه راو ايست. حميد مراد ته وويل چې ودي ليدل؟ ماله مرغۍ سره ښه وکړه ښه مې ځنې وليده اوتاچې بد ورسره وکړه نو بد يې در ورسېده.

شوخ هلکد ژوند کيسې
پښېمان هلک
ماشومان پر کنګل لوبه کويد ژوند کيسې
د ډنډ کنګل
چکي، مکي او د هغوی نسلژوند کيسې
خطرناک سفر (دويمه برخه)
د سوارو سړید ژوند کيسې
سمسور ژمی
مکيد ژوند کيسې
خطرناک سفر
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>