|
د ژوند کيسې: دسپوږمۍ په لټه کې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په يوه شنه ځنگله کې د موږک او نولي بچي ګډ ژوند کاوه. ځنگل په ونو داسي پټ و، چې اسمان نه ترې ښکارېده. ځکه نو دوی تر اوسه پورې سپوږمۍ نه وه ليدلې. دوی يوه شپه دڅوارلسم سپوږمۍ وليده چې د غره پر سر ولاړه وه. موږک وويل چې داپنير دی، زمامورڅوځله راته راوړی دی،ډېرخوند کوي. نولۍ وويل چې که پنير وي ، زموږ څخه ليري دی څنګه به ور ورسېږو؟ موږک وويل چې ور رسېدای شو. نو هغه و چې نولۍ او موږک دواړه په سپوږمۍ پسې روان شول. په لاره کې دنولۍ يوې ونې ته پام شوچې ډېر چارمغز يې کړي وو، دوی ونې ته ور وختل چې ناڅاپه د ونې يو ښاخ مات شو، دواړه پر ځمکه راولوېدل او ژوبل شول . نولۍ موږک ته وويل چې، وگوره ما څومره غټ چارمغز پيدا کړ. راځۀ چې ويې خورو. په دې وخت کې يوه سوی ورباندې غږ کړه چې پام! دا چارمغز نه، بلکې مڼه غونى يازهري هندوانه ده . سوي، موږک ته وويل چې ته په دې نه پوهېدې چې مڼه غونې تر چارمغزو غټه وی ؟ موږک وويل زموږ تلوار و، موږ ويل چې راباندې ناوخته نه شي. موږک سويې ته وويل ځوچې دهغه غره پر سر د پنير غټه کلچه راواخلو او ويې خورو. راځه له موږ سره ملګری شه، سوی هم د موږک او نولۍ خبره ومنله او ورسره روان شو. موږک اونولۍ وليدل چې سپوږمۍ نيمه معلومېږي. موږک وويل، لکه چې زموږ پنير يوچا نيم خوړلی دي. سوی وويل کېدای شي هغو وزو خوړلی وي. سوی يوې وزې ته وويل چې تاسي ولي زموږ پنير اخيستی دی؟ وزې وويل چې تاسي څه اوتي بوتي واياست؟ نولۍ وويل چې ته غواړې موږ تېر باسی؟ وزې وويل چې ستاسي پنير چيري و چې موږ واخيست؟ موږک سپوږمۍ ورته وښودله . وزې وخندل او ويې ويل : ښه سپوږمۍ ستاسي پنير دى! سوی وويل چې، هو.
وزې وويل چې هغه پنير نه، بلکي سپوږمۍ ده. تاسي ښه ورته ځير شئ، سپوږمۍ نه څوک خوړلای شي او نه څوک ور رسېږي . په دې وخت کې نولۍ اوسوی موږک ته وويل چې تا موږ بې ځايه ستړى کړو، اوس به بيرته څنگه ځو؟ موږک وويل : زه څه خبر وم، ما گمان کاوه چې پنير به وي. وزې وويل : پام مو وي چې ډېر شيان سره ورته دي، خويوشى نه دي اوکه څوک يې وخوري، نو ډېر ضرر لري. پنيرخو زموږ له شيدوڅخه جوړېږي، موږ به اوس تاسي ته يوه کلچه پنير درکړوچې پرې ماړه شئ. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||