|
دژوند کيسې: نازولی پسۀ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
يوۀ کلي کې دبريالي پۀ نامۀ يوۀ هلک لۀ خپل مور او پلارسره ژوند کاوۀ. بريالي دزمري پۀ نوم يو ملګری هم درلود. يوه ورځ دبريالي پلارپه بيړه کور ته راغی ورته يې وويل چې مورته دي غږ کړه! دبريالي مور وويل څه خبره ده دبريالي پلاره چې داسي اوتر يې؟ دبريالي پلار وويل: هله ژر کوه چې روغتون ته ولاړ شو. بيا لۀ ناروغانوسره دليدو وخت ختمېږي. بريالي ته يې وويل پټي کې مې ګلپي ( ګوبی ) شکولي دي، خيرو اکا ته ورشه چې ښارته يې لۀ خپلو ګلپيانوسره يوسي، چې هېردې نۀ شي . مور يې ورته وويل: پسه وږی دی، لږ شوتله ورواچوه، ډېره مۀ وراچوه چې ټنډ يې نه کړې او دکوټې ور هم واز پرې نه ږدې چې پسۀ د شوتلې کوټې ته ورنۀ شي. پر بريالي خپل پسۀ ډېرګران و، ځکه چې پلار يې ورته ويلي وۀ چې، کله مې داپسۀ خرڅ کړ نو دۀته به دکتابونوبکسه او جامۍ اخلي . بريالي د کوټې ور واز کړه چې پسۀ ته شوتله راوړي . شوتله يې لانۀ وه را اخيستې چې دکور ور وټکېدۀ. ور ګوري چې زمری دی. زمري وويل: برياليه داسي يو شی در وښيم چې ټول ژوند کې دي نۀ وي ليدلی يوښکلی کتاب يې ور ښکاره کړ چې ښکلي اورنګه عکسونه يې درلودل، ته وګوره داپسۀ څومره غټ ګلپي غوندې سر لري. بريالي وويل ښه شو چې ګلپي دي را ياد کړ او لۀ دې سره سم يې منډه کړه. بريالی پۀ منډه خيرو اکا ته ورغی، خوهغه يې پيدا نه کړ. دکلي دکاندار ورته وويل: هغۀ ښارته خپل ګلپي يوړل. بريالی ډېر خواشينۍ شو بېرته کورته راغی، ګوري چې پسۀ دکوټې مينځ کې ډډ بډ پروت دی ډېر اوتر شو.
پۀ ژړايې پيل وکړ او دګاونډي ښځې ته يې غږ کړ : هله ترورې تۀ راشه چې زموږ پۀ پسۀ څۀ شوي دي؟ هغه چې راغله نو ويې ليدۀ چې پسۀ ډېره شوتله خوړلې ده او ټنډ ( ټمبه) شوی دی. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||