BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:26 گرينويچ 2008 ,13 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: غمی والا ساعت

غمی والا ساعت

اسحاق په يوه کلي کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کاوه. يوه ورځ يې مور دپلار غمی والا ساعت ورکړ چې په ښار کې يې جوړ کړي.

اسحاق په لاره کې خپل د اکا زوى ذبيح وليد. ذبيح ورته وويل چې زه هم د ولسوالۍ بازار ته ځم، راځه سره ملګري به يو. دوی په خبروکې دولسوالۍ بازارته ورسېدل.

هلته ذبيح په خپل کار پسې لاړ، خو مخکې تر هغه يې اسحاق ته وويل چې، ګوره زما دوې خبرې واوره!

هغه داچې هرچاته يو شی امانت ورکوې، نو ښه پام کوه چې بيرته هماغه ستا خپل شی درکړي اوبل دا، له هرچاڅخه چې يوشی اخلې، نو د نوم اوځای پوښتنه يې کوه.

اسحاق په بازار کې ساعت جوړ کړ او په موټرکې سپور شوچې، کورته راشي. په موټر کې دوه هلکان ناست وه.

يوه يې سندره ويله. بل هلک ورته وويل چې داڅومره ښه سندره ده، دا ماته راوليکه. له هغه بل هلک سره قلم نه و. اسحاق له خپل جيب څخه قلم راوايست او وريې کړ.

ذبيح ته ور په يادشول چې ساعت يې له هلک سره پاته شو. دی وارخطا شو، په موټر پسې يې منډه کړه، خو موټر ډير لري تللی و.

په دې وخت کې دهغه هلک داسحاق ساعت ته پام شو اوويې ويل چې اوهو، داڅومره ښکلی ساعت دی!

موټروان وويل چې، دې ته غمی والا ساعت وايي. اسحاق وويل چې، دا مې د خداى بخښلي پلار د لاس نښه ده. په دې وخت کې يوه هلک وويل چې ته يې يوځل راکړه چې زه يې وګورم!

اسحاق هم سمدستي ساعت ورکړ چې، په دې وخت کې موټر اخري تمځای ته ورسېد. اسحاق هم له نورو سپرليو سره يو ځای له موټر څخه کښته شو.

يوڅوګامه چې ولاړ، نو ور په يادشول چې ساعت يې له هلک څخه وانه خيست. په موټر پسې يې منډه کړه، خو موټر ډير لري تللی و.

غوښتل يې چې کور ته ولاړ شي خوحيران وچې، مورته به څه ځواب ورکوي . د ذبيح خبرې ور په ياد شوې او ويې ويل چې کاشکي مې دنوم اوځای پوښتنه ځنې کړې وای.

اسحق ستړى ستومانه کورته ورسېد اومورته يې دساعت دورکېدوټوله کيسه وکړه.

موريې ډېره خپه شوه او حيرانه وه چې څه وکړي؟ بيايې اسحاق ته وويل چې ذبيح ته ورشه، ښايي هغه ته يو لار ورمعلومه وي.

موټر
له ذبيح څخه د پلار ساعت په موټر کې پاته شو.

ذبيح اسحاق ته وويل چې ته د هغو هلکانو نوم او ځاى پېژنې که نه؟ اسحاق وويل چې نه، خو خير دې ته سهار زما دکان ته راشه، يو چاره به يې وکړو.

اسحاق سهارد ذبيح دکان ته ورغی. ذبيح له اسحاق سره روان شو. يوه دکان دار ورته وويل چې له ملک شيرو څخه پوښتنه وکړئ، دی ډېرخلک پېژني.

ملک شيرو وويل چې، تاسي هيڅ غم مه کوئ، هغه هلکان چې تاسي ساعت ورکړی دی، زموږ کليوال دي. راځئ زه به ستاسي ساعت ځنې در واخلم.

زمرید ژوند کيسې
د زمري بچی
ګرانه پوښتنهدژوند کيسې
ګرانه پوښتنه
موټرد ژوند کيسې
ماتې ښېښې
سپوږمۍد ژوند کيسې
دسپوږمۍ په لټه کې
هندوانه د ژوند کيسې
جادويي هندوانه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>