|
دژوندکيسې: عاجزکه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پۀ يو کلي کې يوه گوښه ګيره او خواشينې نجلۍ وه چې عادله نوميده، عادلې به خپلو خورلڼو فهيمې او عاقلې سره لوبې نۀ کولې. يوه ورځ يې خورلڼو ورته وويل:" ولې دوى سره لوبې نه کوي؟"عادلې وويل:"لۀ مورسره مې د کور پۀ کارونو کې مرسته کوم، لوبو ته وخت نه لرم." خو فهيمې او عاقلې د عادلې دا خبره ونۀ منله ورته يې وويل:"دوئ د کور کارونه هم کوي، لوبوکولو ته هم وخت لري." همدغلته د عادلې د ترور زوى زبير هم راغی، عادلې ته يې وويل: "يوه ټوکه خووکړه!"عادلې وويل :" ټوکه مې نۀ ده ياده." زبير د ټوکې پۀ ويلو ټينگار وکړ. عادلې داسې ننګېرله چې زبير يې ځوروي، غوصه ورغله پۀ ژړا کور ته روانه شوه. خورلڼويې ورته وويل:"د زبير مور ته شکايت وکړه بيا به دې هغه نه ځوروي." پۀ ښکاره خو عادلې دا خبره ومنله ، خو وېرېده که د زبير مورته شکايت وکړي د زبير به نوره هم کينه ورسره ډېره شي تر پخوابه يې ډېره وځوروي. فهيمې او عاقلې پرېکړه وکړه چې خپله خورلڼه عادله به لۀ خواشينۍ نه ژغوري،دوئ د گندنې د پيره کيو پخولو د زده کولو پۀ پلمه د عادلې دوئ کورته ولاړې. د عادلې مورډېر خوندور پيرکي پخوي، د عادلې مور نجونوته وويل:"لور مې ډېره خواشينې او خپه ده ، تاسو ورسره مرسته وکړئ چې خواشيني يې لرې شي. " ناببره د مېنې ورپرانيستل شو زبيرراننوت، عادله يې ډېره خواشينې وليده، پۀ زړۀ کې يې وويل نور به عادله نه ځوروم.
فهيمې او عاقلې خپلې خورلڼې ته وويل:" راځه لۀ موږ سره لوبې وکړه، موږ هره ورځ نانځکې کښېنوو، بڼ کې گرځو او کله کله پۀ گډه سره پيرکي هم پخوو." عادله خپلو خورلڼو سره لوبوته روانه شوه، تردې وروسته ورو وروګوښه توب يې له منځه ولاړاو خواشيني يې پۀ خوښي بدله شوه ، پۀ خوى او عادت کې يې بدلون راغی، د وخت پۀ تېرېدو سره دومره زړه وره شوه چې بيا زبير او خورلڼو يې دهغې د ټوکو تاب نۀ درلودۀ. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||