شينشينه يوه سويه وه، د بخملۍ پۀ نامۀ يې يوه خورلڼه هم درلوده، د کلي خلکو پۀ خپلو ځمکو کې څۀ ګازرې ، کدوان او کرم کرلي وو . يوه ورځ شينشينۍ يو دانه کدو راشکولی خور ته يې غږ کړ:" ای خورکۍ ! ته راشه داکدو کورته يوسه." کلوله وويل:" نه نه زه يې نۀ شم وړلای خپله يې يوسه." شينشينۍ وويل:" خورکۍ ! تۀ نۀ وينې چې ما ګازرې اېستلي اوس کرم باسم ، مېلمه لروچې خوندوره سلاته ورته جوړه کړو.کلوله ومنله. شينشينۍ وويل:" پام کوه !" پۀ لاره کې ترې کدو ويالې ته ولوېد همالته يې پرېښوداو لۀ وېرې چمن ته و لاړه . هلته يې د سورلنډي بچی وليد . د سورلنډي بچی ورته وويل:" راځه چې لوبې وکړو! " کلوله ورسره روانه شوه .د سورلنډي بچي هغه داسې ځای ته بوتله چې پلار يې ورته ښودلی ؤ.
 | دمينې قيمت   کلوله پر خپل کار پښېمانه وه، چې دخور له اجازې پرته لېرې تللې وه.  |
پر کلوله يې بريد وکړ،کلوله يوې اوبلې خواته منډې رامنډې کړې، شينشينۍ ته يې نارې سورې وهلې چې مرسته ورسره وکړي،خوغږ يې چا نۀ اورېدۀ. پۀ منډو کې کلوله وښوېېدله او د سيند غاړې ته کولې شوه، د سورلنډي بچی يې مخې ته ولوېد. شينشينۍ چې کورته ولاړه ويې ليدل چې نه کدو شته او نه هم کلوله . اوتره شوه ګازرې يې وغورځولې او ووتله، بخملۍ يې هم لۀ ځانه سره واخېستله او د سيند خواته ولاړې. هلته يې دکلولې ژړا واورېدله ،شينشنۍ او بخملۍ دواړوورغږ کړ چې درغلو. د سورلنډي بچي چې غږ واورېدۀ وارخطا شو. سورلنډی تښتيده خو شينشينۍ بخملۍ ته غږ کړ چې مۀ يې پرېږده وهه يې . بخملۍ هم لرګی ورته ونيو پۀ وهلو وهلو يې ورته کريکې واېستلې .  | | | د سورلنډي بچي کلوله دلوبوپه پلمه بوتلله چې ويې خوری، خوبخملۍ اوشينشينۍ وژغورله. |
دسورلنډي بچی وتښتېدۀ او کلولې دواړو ته ټوله کېسه وکړه . بخملۍ وويل:" ای ساده ! د خور ټوله مينه دې هېره کړه او ددښمن پۀ خولۀ وغولېدلې . کلوله پر خپل کار پښېمانه وه، چې خور يې دومره ناز ورکاوه ، کار يې ورباندې نۀ کاوۀ خو هغې يې خبرو ته غوږ کېنښود او بې اجازې لېرې ولاړه . |