د اوبو دوه څاڅکي قطره او سوتره به د پرخې يا شبنم پۀ توګه په ګلانو باندې ژوند کاوۀ، دوی بيا پربخار بدلې شوې هوا ته ولاوړې او بېرته د باران سره ځمکې ته راغلې. دوی هيله درلوده، چې ګلانو او شنو ونو ته ځان ورسوي ، په ګډه يې دغه موخې ته د رسېدو هڅې پيل کړې، پۀ سختۍ يې لۀ خاورو لاندې ځان د ځمکې مخ ته راواېست، د لمر وړانګو دواړه څاڅکي نور هم روښانه او ځلانده کړل، لمر ورسره دمرستې ژمنه وکړه او ځانونه يې د لمر پۀ تاودو وړانګو پسې ټينګ کړل . بيا پۀ بخار بدل شول، پۀ خوښۍ د آسمان پۀ لور روان او دا سندره يې پيل کړه : نری باران دی پاس پۀ لوړ يې وروينه  | | | دواړو پۀ خوښۍ يو بل پۀ غېږ کې ونيول او شنو بوټو ، ګلانو او ونو ته يې اوبه ورکړې . |
قطره او ستره، د سهار نسيم او ورېځو سره مخامخ ، بيا د بادونو د توپان لۀ تاوو راتاوو څپو سره مخامخ شولې ، د تالندې او سړو بادونو د لګېدو لۀ امله سربډاله شوې. ناببره يې لۀ لرې د چا نالښت واورېد، دواړې اوتره شوې، خو ډېر ژروپوهېدې چې دا غږ د شنو بوټو او ګلانو دی .ګلان او شنه بوټي تږي وو ځکه پۀ خپلو منځو کې پۀ دې غږېدل، چې کله به د باران څاڅکي ددوئ شونډې تازه کړي. خو د ږلۍ لۀ ورېدا او سېلاوونو لۀ راتګه ډارېدل ، له ډاره يې پۀ سندرو ويلو پيل وکړ، سوتره چې دا غمګينې سندرې واورېدلې نو د شمال مخې ته يې ځان برابر کړ، شمال هم هغه لۀ ځانه سره واخېست د ګلانو او شنو بوټو پر سر يې کښته کړ. سوتره اندېښمنه وه، چې قطره به څۀ ډؤل ځان دې ځای ته راورسوي، دا هم ورته تمه شوه.ناببره قهرجنې ورېځې راغلې او قطره يې سړې هوا ته پورته کړه، لۀ ږلۍ او باران سره يې پۀ يوې غونډۍ باندې راواوروله .  | | | د اوبو دوه څاڅکي قطره او سوتره به د پرخې ( شبنم )پۀ توګه په ګلانو باندې ژوند کاوۀ، |
د قطرې ډېر ساړۀ شوي و، خواشينې وه او نالښت يې کاوۀ ا و لۀ هر چا يې مرسته غوښتله.شېبه وروسته د لمر د وړانګو پۀ مرسته پۀ خوزښت راغله، د ږلۍ او باران لۀ اوبو سره يو ځای ويالې ته ورسېده،ويې کړای شول چې ځان خپلې موخې ته ورسوي، خو اندېښمنه وه چې ستره به چېرته وي او څه به ورباندې تېرېږي ؟ پۀ لاره کې لۀ اوبو سره روانه وه، چې لۀ لرې يې ستره وليده ، ځان يې ورورساوۀ ، دواړو پۀ خوښۍ يو بل پۀ غېږ کې ونيول او شنو بوټو ، ګلانو او ونو ته يې اوبه ورکړې . |