|
دژوند کيسې: دتوتانو مېله | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پۀ يوۀ کلي کې څلور هلکان وو، چې حيات خان ، ځلمی ، سلطان او اجمل نومېدل . دوی سره ښه ملگري وو، او هېڅکله به يولۀ بل سره شخړه نه کوله . خو يوه ورځ سلطان او اجمل پۀ يوه وړه خبره سره خوابدي شول.ددوی دغه کار ځلمی او حيات خان هم ډېر خواشيني کړل، د دوی پر لوبويې ناوړه اغيزه وکړه. دوی به يوځای نۀ ګرځېدل او د پخوا پۀ څېر به خوشاله هم نه وو. حيات خان او ځلمي پرېکړه وکړه چې دوی به سره پخلا کوي، نو دواړه يې پۀ يوه پلمه د کلي ميداني ته را وغوښتل.
اجمل او سلطان چې سره مخامخ شول، يوبل ته يې سپکې سپوري وويلې، حيات خان اوځلمی يې هم پړۀ کړل چې ولې يې د دوی د پخلا کول زيار ايستلی و. يوه ورځ حيات خان او ځلمی خواشيني ناست و، د ځلمي خور، ګلناره راغله، د خواشينې لامل يې ترې وپوښتۀ. هغوی وويل:"اجمل او سلطان جګړه کړېده، دې خوابدن ته يې موږ هم پۀ اندېښنه کې يو." ګلنارې ناڅاپه د خپل ورو زلمي غوږ کې پټه خبره وکړه. ځلمی او حيات خان د اجمل او سلطان دوی کورونو ته ورغل او ورته يې وويل:" سبا ته ځان تيار کړئ، چې د ځلمي د ماما باغ ته ځو او د توتانو مېله کوو." سبا ته څلور واړه باغ ته ولاړل، ځلمی او حيات خان دواړه د توتانوڅنډلو لپاره ونې ته وختل، سلطان او اجمل ته يې وويل چې دوی دې لاندې څاد ر ونيسي.
سلطان او اجمل دې کار ته خوښ نه وو، خو بله چاره يې نۀ وه ، دواړو پۀ ګډه څاد ر ونيو، حيات خان او ځلمی پرتوتانو څنډلو بوخت وو،او حيات خان يوه سندره پيل کړه. څومره ښه هوا ده _ څومره ښايسته توت ټولووخندل، دحيات خان او ځلمي پۀ زيار سلطان او اجمل سره پخلا شول. پۀ پای کې ځلمي وويل: " دا چل مې ګلناري خور راته ښودلي ؤ چې د توتانو د ميلې پۀ پلمه يې سره پخلا کړئ. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||