|
د ژوند کيسې : ورک شوی وری | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
علم جان چې نوي له مهاجرته راغلي و له خپل پلار سره پټيوته تۀ. يوه ورځ يې دکوچيانو د رمې نه يوښکلی وری په غيږ کې ونيو . پلار يې هم ورته واخيست وروسته له وښوسره کورته لاړل علم وری خپلې مور ته وښود.هغې وري ته د کورګي د جوړولو پر مهال وويل چې دغونډيوپه سر يې ونه څروي. ځکه چې هلته ماينونه وي .ما څو نور پسونه هم واخيستل . دعلم ترور هم له مهاجرته څو وزې راستلې . وروسته علم د ترور له لوڼو ښاپيرۍ او بلقيسې سره مالونه څرول. دګاونډي زوی حفيظ الله چې دماين په خطرونوپوهېده هم ورسره مالونه پيول. يوه ورځ حفيظ خپل مالونه علم ته وسپارل او ويې ويل:" زه لږځنډوروسته درځم" علم دوی له مالونو سره دغونډيو شاته لاړل. ښاپيرۍ دحفيظ الله له خولې ورته دماين دخطر وويل خو علم اوبلقيسې غوږ ونه نيوه او لاړل چې يوناڅاپه بلقيسې چيغه کړه. ښاپيري ته دحفيظ خبرې وريادې شوې ( ماين پاکان وايي چېرې چې ماين وچوي وړاندې مه ورځئ کېدای شي چې هلته نور ماينونه هم وي. ) خودبلقيسې پښه په يوې کندې ننوتې وه دوی چې د هغې په پښه مصروف شول مالونه يې لرې د ګڼو وښو خواته لاړل.خودعلم وری پۀ کې نۀ و . هغه لاړ چې وری پيدا کړي .په دې وخت کې حفيظ الله راغی او ويې ويل کېدای شي هلته ماينونه او ناچاودي مرمۍ وي
ټولوعلم ته د بېرته ګرځېدو نارې وکړې چې ناڅاپه انفجاروشو ټولو په ژړا چيغې کړې چې علم ماين والوزوه همدا وخت علم راښکاره شو. حفيظ الله غږ کړ ځاې په ځای ودريږه چې نور ماينونه نه وي زه ځم چې مشران او ماين پاکان خبر کړم . وروسته علم وويل :!ما وليدل چې وری مې لرې څريده. هلته نږدې زړې وسپنې او هډوکي هم پراته و .يوناڅاپه دوښو له منځه ليوه راووت او په وري پسې يې منډې کړې. خو په ليوه ماين وچاودېده نور پوه نه شوم چې بياڅه وشول. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||