ونه وپه پخوازمانه کې يوځنګله ته نږدي په يوکلي کې د ځنګه ساتونکی له خپلې کورنۍ سره اوسېده چې دوچوخسوپه خرڅولو يې ګوزاره کوله . يووخت هغه په سفر لاړاو ټول کارونه يې زوی شاپورترسره کول. يوه ورځ شاپور په لوبو لګيا و ناڅاپه يې پام شو چې دکلي ماشومان په خرو خس بازار ته وړي. هغه هم په منډه له تبراو خره سره ځنګله ته لاړ. هلته صلاح الدين په قهر وويل چې ناوخته دې کړ لوبې خپل وخت لري اوکار خپل.  |  تازه لښتي هم ښې نه سوزي، هم وبال لري اوونې له لوېېدو غورځوي.  |
وروسته دواړه دخسو په لټه کې شول خو نږدې وچ خس نه وو شاپورپه بيړه بيړه دلمدو لښتو په ماتولو لګيا شو. صلاح الدين منع کاوه خوهغه نه منله . ژرژريې خس ټول او په خره بازارته يوړل. څرنګه چې ناوخته او رانيوونکي کم وو، ډير ارزانه خرڅ شول. له لارې بيا ځنګه ته روان او له نورو خسوسره کورته لاړ. مور يې او خورصابرې له لمدو خسوشکايت وکړ، ويې ويل چې تازه لښتي هم ښې نه سوزي، هم وبال لري اوونې له لوېېدو غورځوي. سباشاپوراوصلاح الدين بيا ځنګلۀ ته لاړل.هلته ټولو هلکانو لمدې لښتې ماتولې اوويل يې چې دځنګله دساتونکې زوی دا کار کوي نو موږيې هم کوو. شاپورد نيالګي لښته وهله چې دچا دژړا غږ يې واوريده. ناڅاپه يونيالګي، چې اوبه ترې څڅېدې، وويل: "دااوبه نه بلکې زما وينه او اوښکې دي".  | | | نيالګي وويل: مونږ دسيلابونومخه هم نيسو او زمونږ په خاطر بارانونه هم ډير کيږي |
دواړه وډار شول . نيالګي په ژړا زياته کړه:" ټولو له تا لمدې لښتې وهل زده کړل که زما پاتې لمدې لښتې ووهئ نو زه به وچ شم او که يې ونه وهئ نو زه به هم غټه ونه شم. سيوري ته به مې لوبې وکړئ، ميوه به مې وخورئ. مونږ دسيلابونومخه هم نيسو اوزمونږ په خاطر بارانونه هم ډير کيږي" صلاح الدين وويل هو رښتياکله نه چې تازه ونې وهو نودکلي په چينه کې اوبه هم وچې شوي. |