BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:11 گرينويچ 2008 ,22 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: کوهی مه کينه دبل سړي په لار کې

زمری
زمري ، هوسۍ ته وويل ګيدړې تا ته کنده کيندله، خپله پکې ولوېدله.
و نۀ و پۀ پخوا زمانو کې پۀ يوۀ لوی ځنګل کې زمري او نورو ډول ډول حيواناتو ژوند کاوۀ . هلته هوسۍ ، ګيدړې او سوۍ هم د زمري ماڼۍ ته نږدې اوسېدل .

هوسۍ ډېره پاک زړې وه پر پاچازمري هم ډېره ګرانه وه خو ګيدړې پر هېڅ چاپېرزوينه نه درلوده او هر چا ته به يې زيان اړاوۀ . پاچابه هوسۍ ته کله-کله تحفې هم ورکوله.

يوه ورځ سوۍ او ګيدړه پۀ پولې ناستې وې، هوسۍ ددوی خواته راروانه وه، پۀ لاس کې يو شی و،ګيدړې وويل:"بيابه يې انعام اخېستی وي".

هوسۍ ستړي مشي وکړه او ولاړه چې، لۀ خزانه دار نه خپله تحفه واخلي.سوۍ وويل: "هوسۍ دپاچا هر راز ښۀ ساتي،ځکه ورته انعامونه ورکوي".

ګيدړي وويل:" نۀ راز ساتي او نۀ ماز". خوګيدړه داسې بلا وه چې پۀ هو او نا يې څوک نۀ پوهېدل، بله ورځ دماڼۍ ساتونکي سپي ته ګيدړې وويل:"ما پرېږده پاچاته به ستا صفت هم وکړم".

کوهی مه کينه د بل سړي په لار کې - چېرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي
ګيدړه
 ګيدړې په ډوډۍ کې پر هوسۍ هوږه وخوړله، چې پر زمري يې له منخه وېسي خو هغه پخپله په دام کې ونښته.

ګيدړه پاچا ته ورغله ورته يې وويل:"زه هر وخت ستا دبختور مخ د ليدو پۀ هيله راځم خو دا سپی مې نۀ پرېږدي ". زمري ورته وويل:"هوسۍ ما لۀ هري خبري نه خبروي".

ګيدړې پاچا ته وويل:"هوسۍ غوندې پاک زړې او هوښياره بله نۀ پيدا کېږي خويوه ستونزه لری، هغه وايی: (چې دزمري لۀ خولې نه بوی ځي)".

ګيدړې هوسۍ ته مېلمستيا وکړه، هوسۍ ډوډۍ وخوړه او ويې ويل:" ډېر خوندور خواړه وو خو هوږه پکې ډېره وه ، د زمري خواته ورځم چې دا بوئ پرې بد ونۀ لګېږي ".

ګيدړې وويل:" دا دسمال واخله ، چې زمري ته نږدې کېدلې خولې ته دې ونيسه ". هوسۍ ماڼۍ ته ولاړه. ګيدړه پۀ طمع وه چې، اوس به زمری څۀ سزا ورکړي .

خو هوسۍ روغه جوړه راغله ، پۀ لاس کې يې يو ليک هم و، ګيدړه خپه شوه چې شيطانت يې کار ونکړ، فکر يې وکړ چې پاچا هوسۍ ته انعام ورکړيدی.

لۀ هوسۍ نه يې انعام ليک واخيست ولاړه خزانه دا رخواته . بله ورځ بيا هوسۍپاچا خواته ورغله . پاچاوويل:"هوسۍ ته دلته څه کوې ؟"

هوسۍ وويل:" پاچا صېب ! زه خو هره ورځ همدا وخت راځم، ته ولې داسې حيران شوې ؟) پاچا ترې پوښتنه وکړه:"پرون دې ولې دسمال خولې ته نيولی و؟)

هوسۍ
پاچا به تل هوسۍ ته د هغې د نېکو کارونو په کولو تحفې او انعامونه ورکول.

هوسۍوويل:"زه پرون دګيدړې مېلمنه ومه، پۀ خوړو کې يې هوږه اچولې وه، خولې مې بوی کاوه، ځکه مې دسمال خولې ته نيولی و".

زمري هوسۍ ته وويل:" ګيدړې تا ته کنده کيندله، خپله پکې ولوېدله څه ښه يې ويلي چې:(کوهی مه کينه دبل سړي پۀ لار کې چېرې ستا به دکوهي په غاړه لار شي )".

دپړانګ بچيد ژوند کيسې
دښکاري تېښته
دتوتانو مېلهدژوند کيسې
دتوتانو مېله
دمينې قيمتد ژوند کيسې
دمينې قيمت
قطره اوسوترهد ژوند کيسې
قطره او سوتره
خټين لوښيد ژوند کيسې
خټين لوښي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>