BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:45 گرينويچ 2008 ,03 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دژوندکيسې: ګرانښت

ګرانښت
څانګې ځان او جامې ومينځلې او په ليدو يې ټول حيوانات ، بوټي او ونې حيرانه شوې.
په يو کلي کې د څانګې پۀ نوم يوه کوچنۍ نجلۍ وه. هغې به هيڅکله خپل نظافت ته پام نه کاوه. مور يې هرکله مينځله ، جامې يې وربدلولې او وېښتان يې ورږمنځول.

خو دې به بيا په خاورو کې لوبې وکړې او په يوه ګړۍ کې به يې ځان او جامې بېترته خيرنې کړې، ځکه يې همزولې ورنه بيلې او څانګه يوازې شوه.

يوه ورځ يې له ټوټې څخه جوړه نانځکه په باغ کې تر يوې لويې ونې لاندې په يوه غار کې ولويده. څانګه په ويره په نانځکې پسې کوزه شوه، هلته يوه لويه او تياره کوټه وه.

په تياره کې يې نانځکه لټوله، چې پښه يې وښوېېدله او اوږه يې پر يوه ديوال ولګېدله،هلته رڼا ويني او د مرغانو چوڼا اوري. څانګې ديوال ته لاس وروړ او ناڅاپه يوه دروازه پرانستل شوه.

څانګې قدم واخېست او ځان يې په لوی او ښکلي جادويي باغ کې وليد. هلته ونو، بوټو او وړو حيواناتو خبرې کولې. ټول له څانګې، چې خيرنه وه، وتښتېدل.

 څانګه په ويره په نانځکې پسې کوزه شوه، هلته يوه لويه او تياره کوټه وه.

هغې په ژاړ او خواشينۍ وويل چې په هيچا ګرانه نه يم ، څنګ ته چينې ورته وويل چې که وغواړې په ټولو ګرانيدای شې. څانګې وويل چې هو غواړم.

چينې وويل چې ته بايد په اوبو خپل مخ ، لاسونه، پښې، سر،غاښونه، ... پرېمينځې. څانګې ځان او جامې ومينځلې او په ليدو يې ټول حيوانات ، بوټي او ونې حيرانه شوې.

مرغان يې پر اوږو کيناستل، ګل وويل ما بوی کړه، ونې وويل زما مڼې وخوره ټولو وويل چې اوس ورباندي ګرانه ده. څانګې په خوښۍ وويل چې پاکوالی څومره ښه وي.

وروسته غواړي چې مور او همزولي يې هم ووني. ټول موجودات هغه ترتياره کوټې پورې ددې سندرې په ويلو بدرګه کوي: څومره ښايسته شوه - پاکه اوسوتره شوه

ګرانښت
مرغان يې پر اوږو کيناستل، ګل وويل ما بوی کړه، ونې وويل زما مڼې وخوره

ښکلي يې لاسونه دي - سپين سپين يې غاښونه دي - ښکلې يې پښې شوې - پاکې يې جامې شوې

بريښې يې ويښتان - پرې کړې يې نوکان - څانګه څومره ښکلې شوه - په ټولو اوس منلې شوه

کله چې څانګه خپل کورته راځي نو مور او همزولي يې د هغې پاکوالي او ښايست ته حيرانې وي ، څانګه په ټولو ګرانيږي او وايې چې نور به تل خپل نظافت ته پام کوي.

ګيدړهد ژوند کيسې
کوهی مه کينه دبل سړي په لار کې
دپړانګ بچيد ژوند کيسې
دښکاري تېښته
دتوتانو مېلهدژوند کيسې
دتوتانو مېله
دمينې قيمتد ژوند کيسې
دمينې قيمت
قطره اوسوترهد ژوند کيسې
قطره او سوتره
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>