BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:33 گرينويچ 2008 ,30 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: ماتې څانګې

کريم او د هغه ونه
کريم له خپلې ونې سره ډېره مينه درلوده او د هغې پالنه يې کوله.
ونه و په يوه کلي کې څو ماشومان وو چې کريم، بلال، اجمل او توريالی نوميدل ، ژوند کاوه.

کريم له ونو او ميوو سره مينه درلوده، هماغه و چې څو کاله مخکي يې د ميوې يو نيالګي ايښي و چې اوس غټه ونه شوي وه.

يوه ورځ کريم ونې ته اوبه ورکولې چې بلال ورنه وغوښتل چې کور ته ورسره لاړ شي وروسته به بيا لوبې سره هم وکړي.

کله چې کريم بېرته راغی نو کوم چا يې دونې ښاخونه مات کړي وو، کريم ژړل، بلال په منډه ورغی اوکله چې يې هغه مات ښاخونه وليدل نو حيران شو.

دوی دکلي ميداني ته لاړل، هلته يې له نورو هلکانو د ښاخونو په اړه پوښتنه وکړه. اجمل ته کس مالوم و خو ډاريده که حال ووايي نو هغه کس به بيا ورسره لانجه وکړي.

 توريالي د ونې څانګې ماتې کړې، جادوګر هغه په ونه بدل کړ.

بلال او کريم هغه مجبور کړ، اجمل کريم ته په غوږ کې د توريالي نوم واخيست. اجمل او کريم توريالي پسې لاړل.

وروسته له پوښتنې، توريالی انکار وکړ دوی بېرته خپلو کورونو ته روان شول په دې کې توريالی بيا دونې په لور ولاړ.

ماښام تياره وه او توريالی په لاره روان و چې ناڅاپه سخته سيلۍ راوالوته، توريالی ډېر وارخطا و خو بيا يې هم هڅه کوله چې دونې پاتې څانګې هم ماتې کړي.

يو ناڅاپه يوه جادوګر غږ پرې وکړ چې نور ونې ته لاس ورنه وړې، توريالي د هغه خبره بابېزه وګڼله، هماغه وچې سيلۍ نوره هم تېزه شوه او جادوګر خپل منترووايه.

توريالی يې په ونه او ونه يې په انسان بدله کړه ونې د توريالي په وهلو پيل وکړ. د توريالي چيغې پورته شوې.

توريالي په ژړا له جادوګر نه وغوښتل چې بيرته يې په انسان بدل کړي خو جادوګرونه منله خو توريالی ورسره هوډ وکړچې نور به دونو ښاخونه نه ماتوي.

جادوګر
جادوګر له توريالي ژمنه واخيسته چې نور به د ونوڅانګې نه ماتوي.

په دې وخت کې ونې هم له جادوګر بوډا نه مننه وکړه او ويې غوښتل چې بيرته يې په ونه بدله کړي.

جادوګرخپل منترو وايه او دواړه بيرته په خپل حال بدل شول، توريالي وويل چې، نور د ونو ښه خيال ساتم او بيا خپله غلطي نه تکراروم.

او له ځان سره يې وويل: "زما ځان چې ديوې لښتې په ماتېدو دومره درد وکړ نو کله چې ما د ونې ښاخونه ماتول د هغې خوارکۍ ځان به څومره درد کاوه.

د لوبوساماند ژوند کيسې
د لوبوسامان
ورک شوی ورید ژوند کيسې
ورک شوی وری
تېرۀ تبرد ژوند کيسې
تېرۀ تبر
ګرانښتدژوندکيسې
ګرانښت
ګيدړهد ژوند کيسې
کوهی مه کينه دبل سړي په لار کې
دپړانګ بچيد ژوند کيسې
دښکاري تېښته
دتوتانو مېلهدژوند کيسې
دتوتانو مېله
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>