|
د ژوند کيسې: د لوبوسامان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نبې به تل يوازې لوبې کولې. پلار يې ورته له ښار څخه پلاستيکي بيزو راوړه چې بالټۍ يې خوړلې او له نڅا سره يې سندرې هم ويلې. خو دنبي بيا هم نه خوښېدل چې له نورو همزولو سره ساعت تيري وکړي. ډارېده چې هغوئ به يې بيزوګۍ خرابه کړي.همزولي يې ور نه خفه شول او دی بيخي يوازې شو. يوه وخت په يوازېتوب کې لوبو خوند ورنه کړ په دې وخت کې يې يوه اناګۍ وليده.نبي غوښتل چې په اناګۍ فال وګوري، خو هغه والوته او دی هم ور پسې روان شو. په پای کې نبي ستړی په يوه لويه تيږه کېناست.هلته يې د يوچا غږ واورېد چې مرسته يې غوښتله. نبي حيران و چې دا به د چا غږ وي. غږ دتيږې دلاندې د يو غارنه راتۀ. نبي ورښکته شو. هلته يې د لوبو له سامان څخه ډکه يوه وړه کوټه وليده.په دې وخت کې يې يوغږ واوريد: " ولې ورته ګورې ؟ لوبې پرې وکړه " .دادهلته ولاړ يو بل ماشوم غږ و. خو ماشوم دومره مهربانه و چې د نبي وېره لېرې شوه. ماشوم نبي لوبې کولو ته وباله، هغه زړۀ نا زړه ومنله او د لوبې يې ورسه پيل کړې. نبي په لومړي ځل وپوهېده چې د همزولوسره لوبې کول خوند لري. د نبي زړه ه و چې تر ډېره پاتې شي، خوناوخته و. هغه ماشوم ته هم وويل چې راسره لاړ شه، خو ماشوم وويل چې نه شم کولای. ناڅاپه يو غږ راغی: " ته کولای شې لاړ شې" ماشوم ورسره په خوښۍ له غارڅخه راووت. نبي په حيرانۍ و پوښتل چې ولې د باندې نه شو راوتلای؟
ماشوم وويل چې زه يو جادوګر بندي کړی وم . د هغه جادو هاغه وخت ختمېدله چې چا راسره په ګډه لوبه کړې وای. نو ځکه ما هم يوازې لوبې کولې او له نورو سره د لوبو په ارزښت نه پوهېدم. په ګډه لوبې کولو کې انسان نوي ملګري پيدا کوي، ذهن يې قوي کېږي او له نورو څخه ډير څه زده کوي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||