ونه و په پخوا زمانو کې يو پاچا و چې د سلام او سالم په نومونو يې دوه زامن درلودل. د دۀ د پاچايۍ په يو ولايت کې ديو پيدا شوی و . سلام چې په خپل زور مغروره و، لاړ چې له ديو سره يو په يو وجنګېږي هماغه و چې ديو په جنګ کې سلام ونيوه او بندي يې کړ . وروسته پاچاټول درباريان راوغوښتل چې څوک د ديو د وژلو او د شهزاده آزادولو لپاره پيدا کړي. شهزاده سالم حاضرشو. پلار يې وويل ستا مشر ورور په ديو کاميابه نۀ شو ته څنګه کاميابه کېدای شې؟ شهزاده سالم وويل چې زه خپل پلان لرم. وروسته د يوې ډلې عسکرو سره وخوځېد. په هماغه ولايت کې خبر شو چې د ديو د له مينځه وړلو راز له يوې بوډۍ سره دی.  | | | شهزاده سالم هغه ښار چې ديو وران کړی و له سره يې پرې تر پخوا ښکلی اباد کړ. |
شهزاده د بوډۍ کورته ورغی او ورڅخه ويې غوښتل چې راز ورته ووايي. بوډۍ خپله لور زري چې له رازه خبره وه ورسره کړه. شهزاده د ديو ځای ته لاړ هلته د لښکر مشر د ديو سره په جنګ اخته شو او شهزاده په غار کې خپل ورور سلام او يو څراغ پيدا کړ. د څراغ په ماتېدو ديو له مينځه تۀ. کله چې ديو د شهزاده په لاس کې څراغ وليد نو تسليم شو او سلام يې هم له زنځيرونو خلاص کړ. شهزاده سالم دېو ونه واژه بلکې د ښار دبيا آبادولو وظيفه يې ورکړه .ديو هم ومنله او ښار يې تر پخوا ښکلی آباد کړ. |