د قادر او نسيم دوئ کډه نوې له مهاجرته راغلې وه. يوه ورځ دواړو ورونو د هندوانې زړي خوړل چې د ترورۍ زوی يې شريف راغی. قادر او نسيم وويل چې زړي يې دشريف دوئ د کورڅخه اخېستي. شريف هغوئ د خوړلو څخه منع کړل ويل دا زړي ما ساتلي چې ويې کرم. قادر ونه خوړل غوښتل يې چې د شريف په مرسته يې وکري. خو نسيم وخوړل ويل زه د بلې هندوانې زړي کرم وبه ګوروچې دچاښې هندوانې کيږي. قادر د شريف په مرسته د هندوانو د بوټو پالنه کوله خو نسيم يوازې داکارسرته رساوه. کله چې بوټي شنه شول د قادربوټي تر نسيم لوی وو. يوه ورځ دقادربوټي چرګانوخراب کړل . کله چې هندوانې غټې او سيالۍ ته راوايستل شوې نو نسيم مطمئن و چې سيالي ګټي .  | | | قادر د خپلو هنداونو پالنه وکړه، هنداونې يې د نسيم تر هندوانو ښې راغلې. |
قادر هم ډارېدۀ چې هندوانې به يې خامې وي ځکه لس ورځې وروسته کرل شوې وې. خو کله چې يې هندوانه د ټولو پۀ مخ کې ماته کړه نو ډېره پخه وه . نسيم په غرور وويل : " زما هندوانه تر دې هم ښه ده." د ټولو پام يې ځان ته واړاوۀ. کله چې يې هندوانه ماته کړه نو تکه سپينه وه. ټولو ماشومانو دنسيم دبايللووويل. نسيم بله هندوانه ماته کړه. ويې ليدل چې هغه هم سپينه وه. درېيمه يې هم هماغسې وه. نسيم ډېر خواشينی شو. هغه پښېمانه و چې ولې يې په پيل کې د شريف د تجربې نه ګټه وانۀ خېسته. شريف وويل خير دی بل کال ته داسې مه کوه نو ستا به هم ښې ښې هندوانې راشي. |