وه نه وه د ښاپېرۍ په نوم د پاچا لور وه، چې له ګاڼو سره، په تېره بيا له ګوتميو سره يې ډېره مينه وه. يوه ورځ ورته پلار يوه طلايي ګوتمۍ د ياقوتو لۀ غمي سره راوړه. ښاپېرۍ ګوتمۍ واخېستله په سندرې ويلو باغ ته لاړه (ياره زرګره دکانداره ماته د سروزرو ګوتمۍ جوړه که، تاته ګوتمۍ جوړوم، په کې ياقوت کاروم هوو.. کورنه وتلې يمه، دموره غلې يمه، تاته راغلې يمه، د ديددنو خريداره ماته د سرو زرو ګوتمۍ جوړه که تاته ګوتمۍ جوړوم، په کې ياقوت کاروم هوو... ) ناڅاپه يې ګوتمۍ په ويالې کې ولوېدله. هغې وژړل. يوې چونګښې وويل چې ګوتمۍ دې زماسره ده. په هاغه شرط يې درکوم چې زما ملګرې شې. بل راسره په ګډه ډوډۍ وخورې او ژوند راسره وکړې. ښاپېرۍ پۀ زړه کې وويل چې وبه يې منم کله چې زه لاړه شم دا مې کله پيدا کولای شي.  | | | چونګښې ويل چې يو جادويي ماهي په چونګښې بدل کړی و. |
هماغه و چې ګوتمۍ يې واخېستله. کله چې څو ورځې تېرې شوې او ښاپېرۍ رانغله نو چونګښه پخپله ورپسې لاړه. ښاپېرۍ له مجبوريته هغه کورته بوتله. چونګښې وغوښتل چې په ګډه ډوډۍ وخوري خو د ښاپېرۍ کرکه کېدله. خو څـرنګه چې يې ورسره وعده کړې وه مجبوره شوه چې ويې خوري. وروسته چونګښه د هغې په بسترې کې ويده شوه . همداسې ورځې تېرېدلې. ښاپېرۍ حيرانه وه چې څنګه له دې چونګښې ځان خلاص کړي؟ يو ګهيځ هغې غوښتل چونګښه راويښه کړي او ورته ووايي چې وعده يې پوره کړې اوس نو چونګښه بايد لاړه شي. ناڅاپه چونګښه په شهزاده بدله شوه او ويې ويل چې يو جادويي ماهي د وعدې د نه پوره کولو له امله په چونګښې بدل کړی و. يوازې هاغه وخت بېرته انسان کېده چې له يوې شهزادګۍ سره يې ملګرتيا کړې وای، ډوډۍ يې ورسره خوړلې وای او ژوند يې ورسره کړی وای. |