ونه و احمد له خپلو همزولو رقيې او مسعود سره په يو کلي کې ژوندکاوه. احمد لارۍ، ټانکر او بېل درې دلوبو سامانونه لرل چې پۀ خپلو مېنځوکې ملګري وو. دکلي خلکو د لوبو ځاى، پلونو، مکتب او شفاخانې ته هېڅ پام نۀ کاوۀ. هر څه چې ورانيدل بيرته يې نۀ جوړول. احمد به چې کله د لوبو سامانونه هلته يوړل نو هغوئ به په خپل مينځ کې ويل چې وران پل ته ګورئ! يوه ورځ يې وويل چې نن شپه ټول ځو او پل جوړوو. داحمد دلوبو سامانونه د شپې په غټو غټو موټرونو بدل او تر سبا يې وران پل جوړ کړ. ګهيځ يو څوک د دوئ خواته راروان و او غږ يې کړچې څوک يئ؟ دوئ ژر ژر ځانونه بيرته د لوبو په سامانونو بدل کړل اود تيږو تر شااو کندو کې پټ شول.ټول خلک چوړ پل ته ډېر خوښ او حيران ول. يوه ورځ رقيې او احمد د لوبو پۀ سامان لوبې کولې چې مسعود راغی رقيې وويل چې دا سړکونه او دا د لوبو ميدانونه به چا جوړکړي وي؟ زه خو دې کار ته حيرانه يم. رقيې زياته کړه چې کاشکې زموږ دلوبو سامانونه هم راته جوړ کړي.  | | | زما د لوبو سامان خپل کار وکړ اوس بايدموږ په ګډه دکلي وران ځايونه او جوړکړو. |
احمد وويل چې دپل په جوړيدو موږ ډير هوسا شوي يو. پام مو وي چې بيا يې څوک وران نه کړي! خو مسعود په بي پروايۍ وويل چې هغوئ زموږ مزدوران دي که وران شي، بيابه يې جوړ کړي دمسعود په دې خبره لوډر ملګرو ته وويل چې موږ يې دلوبووران شيان نه جوړوو . خلک ډير خپه وو، ځکه چې نور چا څه شی نه جوړول. مسعود وويل چې دا کارونه چا کول که مې پيدا کړه نو زه به ورسره ګورم رقيې وويل راځئ چې هغوئ ولټو! په دې وخت کې احمد وويل چې دا کارونه زما دلوبو سامانونوکړي دي. مسعود پۀ ملنډو وويل چې دا کارونه موږ نه شو کولای، دلوبو سامانونه يې څنګه کولای شي؟ رقيې وپوښتل چې ولې يې اوس نه کوي؟ احمد وويل هغوئ چې څومره کولاى شول ويې کړل، اوس بايدموږ په ګډه دکلي وران ځايونه او دلوبو وران سامانونه جوړکړو. |