 | | | کله به چې د مکتب زنګ وهل کېده، فاطمې به تل د مکتب ته د تګ هوس کاوه. |
فاطمې له مکتب او د مکتب له زنګ سره ډيره مينه لرله، خو مکتب د هغوئ له کوره ډېر لرې و. کله به چې د ماما کره لاړه، نو همزولي به يې وليدل چې په پاکو جامو کې مکتب ته ځي. دې به دغونډۍ له سره سيل کاوه. يوه ورځ فاطمې ته يې همزولودمکتب ډېرصفتونه وکړل. کله چې هغه د ماما له کوره خپل کورته لاړه، مورته يې وويل چې ما په مکتب کې شامله کړه. مورې يې وويل چې ولې دې خپل ځان په لانجه ککړوې. لږ ځنډ وروسته يې پلار راغی او کله چې مور ورته د فاطمې کيسه وکړه نو ډير په قهر شو. او ويې ويل چې ما نور خلک له مکتبه منعه کول نو اوس فاطمه څنګه پرېږدم. فاطمه له ډېرې اندېښنې او ستړيا سره ويده شوه. په خوب کې يې وليدل چې په مکتب کې له خپلو همزولو سره ده. هغوئ ته وويل چې د مکتب زنګ مې ډېرخوښېږي. په دې وخت کې يو ناڅاپه زنګ هم فاطمې ته غږ کړ چې زما هم ته ډېره خوښېږې. فاطمه حيرانه شوه او ويې ويل چې وسپنه څنګه خبرې کوي. زنګ ورته وويل چې زه يوازې له تا سره خبرې کوم. فاطمې زنګ ته وويل چی زه څه وکړم ما څوک مکتب ته نه پرېږدي؟  | | | زنګ فاطمې ته وويل چې ته لاړه شه او هغه نور ماشومان چې له مکتب سره مينه لري را پيدا کړه . |
زنګ ورته وويل چې ستاسو په کلي کې څو نور ماشومان هم شته چې تا غوندې له مکتب سره مينه لري. خو د يوازېتوب له امله نشي راتلای. ته لاړه شه هغوی پيدا کړه! پدې وخت کې د فاطمې مورهغه له خوبه ويښه کړه نو په بيړه لاړه او له خپل کلي نه يې هماغه نجونې او هلکان پيدا کړه. نو هماغه وچې ټول په ګډه مکتب کې شامل شول. څوکاله ورورسته د اوړي يوه ورځ له ښاره د دوئ کره ميلمه راغی. فاطمې ډوډۍ وروړه. پلار يې ترې پوښتنه وکړه چې ترکاري دې څه کړه؟ هغې وويل چې د مالګې په اوبو کې مې اېښې ده.ميلمه وويل: تاسو دکور پاکي ډېره ښه ده. د فاطمې مور او پلار څرګنده کړه چې دا هر څه له هغه وخته ښه شوي چې فاطمه مکتب ته تللې. |