 | | | د مڼو خوړل ډېره ګټه لري خو چې مڼې پخې وي نه اومې |
د ساره او فرهاد دوئ کورنۍ د ښار نه لېرې پۀ يو وړوکي کلي کې اوسېدله. يوه ورځ يې ډاکټر ماما د ترور او د ترور د لور ولولې سره د خپلوانو په کوژدې کې د ګډون لپاره کورته راغلل. تر روغبړ وروسته ساره غوښتل خپل ماما او ترور ته مېوې راوړي او خپله لۀ ولولې سره باغ ته لاړه شي او لوبې وکړي. خو ماما يې د مڼو غوښتنه وکړه. هغۀ د مڼو ډېرې ګټې وويلې خو کله چې ولولې وپوښتل چې کوم ډول مڼې ګټه لري ساره هغه مخکې تر جواب اورېدو باغ ته بوتله. پۀ باغ کې ولولې د خامو مڼو پۀ خوړلو پيل وکړ. ساره هڅه وکړه چې هغه منع کړي. خو ساره د ماما د خولې د مڼو صفت يادونه وکړه او لږه خپه غوندې شوه. بله ورځ چې ولولې همدا سې اومې مڼې خوړلې ساره ورته د هغو پر ځای پاخۀ زردالو راوړل او د هغو د خوړلو غوښتنه يې ورڅخه وکړه. ولولې څو دانې زردالو وخوړل وروسته چې يې وليدل ساره بلې خواته تللې بيا يې د اومو مڼو پۀ خوړلو پيل وکړ. کله چې ساره راغله بيا يې ورته وويل چې مونږ مور او پلار د اومو مڼو لۀ خوړلو منع کوي. پۀ همدې وخت کې د ولولې پۀ خېټه درد شو.  | | | لومړی ولولې ته ډاکټر ماما يې دارو ورکړل او په کلينک کې يې بستره کړه. |
درد ورو ورو زېاتېدۀ ځکه مجبور شول چې کور ته روان شي. په لاره کې يې کانګې هم وکړې. کله چې کور ته ورسېدل ټول سخت وارخطا شول. ماما يې وروسته تر معاينې وويل چې يا دې خام يا ناپاک شی خوړلی. هغوئ د خامو مڼو يادونه وکړه. ولولې وويل چې ماما يې د مڼو ډېر صفت وکړ ځکه يې وخوړلې. ماما يې ور پۀ ياده کړه چې ولولې نيمه خبره واورېدله او نيمه وانه ورېدله له ساره سره باغ ته لاړه. هغۀ وويل چې مڼې ګټورې دي خو يوازې پخې مڼې. وروسته يې ماما ولولې ته لږه دوا ورکړه د معايناتو لپاره يې کلينيک ته بوتله هلته بستره شوه او هم خپله او هم موريې لۀ کوژدې ته تلو پاتې شوې. |