سليمان عادت درلود چې خپل شيان لکه څادر يې د کوټې مينځ کې غورځاوۀ او ووت. هغۀ له ملګرو سره پرېکړه کړې وه چې هر چا تر سبا مازيګره ښه ګل رسم کړ وړوکی موټرګی پۀ جايزه کې ورکوو. سليمان چې پۀ رسم کې تکړه و د جايزې پۀ ګټلو مطمئن و. څپلکې يې د کوټې په مينځ کې واېستلې تر څو پنسل او کاغذ واخلي او رسم پرې وکړي. خو خور يې زرغونې لۀ مورسره مجبوره کړ چې لومړی څپلکې پخپل ځای کې کېږدي وروسته يې د هغۀ کتابونه ور وښودل. سليمان په کاغذ يو ګل رسم کړ ملګری يې شريف د رسم ښکلا ته حيران و او ويې ويل چې دا رسم نن مازيګر حتمي جايزه ګټي. څرنګه چې تر مازيګره وخت ډېر و هغه لاړ چې رسم په کورکې کېږدي اوله شريف سره لوبې وکړي.  | | | سليمان ژاړي ځکه چې وړې خور يې رسم ورته ټوټه ټوته کړی و. |
کله چې مازيګر شو نو هلکان راټول شول. سليمان په منډه کور ته راغی چې خپل رسم مسابقې ته يوسي. خو رسم نۀ و. زرغونې او مور يې د سرګردانۍ لامل وپوښت. سليمان وويل چې مخکې مې دلته د کوټې مينځ کې رسم وغورځاوۀ. مور يې څرګنده کړه چې يو کاغذ يې د وړې خور په لاس کې و. سليمان په منډه بلې کوټې ته لاړ. ويې ليدل چې وړې خوريې رسم ټوټه ټوټه کړی. سليمان په ژړا پيل وکړ. مور يې وويل خير دی بل ځل دې شيان په سم ځای کې ږده نه به ورکېږي او نه به خرابېږي. |