د ياسين او حنان په نوم دوه ملګري وو چې په ګډه به يې مالونه پيول. حنان يوه شوخه وزه لرله چې ډېر ورڅخه پکو و. يوه ورځ پۀ څړځای کې وزه نۀ وه. هغه سخت وارخطا شو چې بياد غني اکا پټيو ته اوښتې نۀ وي او په لانجه اخته نشي. خو هلته يې هم ونه ليدله. ياسين وويل چې همدلته به بيا کومې ټيټې ونې ته ختلې وي پاڼې به خوري. خو حنان سخت پۀ قهر و. کله چې بېرته د غونډۍ په سر کې څړ ځای ته ورسېدل ويې ليدل چې په رښتيا هم وزه يوې ټيټې ونې ته ختلې وه. حنان هغه ونيوله چې ويې وهي خو ياسين پرې نښود او ويې ويل راځه وروسته لۀ دې ته زما زړه وزه څروه او زه ستاشوخه! هغه ومنله. ترهغې وروسته ياسين هره ورځ د حنان شوخې وزې ته دغرۀ د ونو پاڼې، واښه او د ډوډۍ ټوټې ورکولې، ناز يې ورکاوۀ. هغه هم هر چېرې ورپسې تله. يوه ورځ ياسين پۀ غرۀ کې مالونه څرول چې پښه يې بنده شوه سر يې په تيږه ولګېد او بې هوښه په يوې کندې کې ولوېد.  | | | ياسين او حنان نه شوخه وزه ورکه شوې وه، وروسته ګوري چې ونې ته خلتې. |
کله چې ماښام شو ياسين او د حنان شوخه وزه کورته رانغله. دياسين مشر ورور حبيب له حنان سره وارخطا ورپسې غرونو ته لاړ. هلته يې وليدل چې وزه د ياسين څنګ ته ولاړه وه او په زوره زوره يې نارې وهلې هغوئ دوزې په غږ دواړه پيدا کړل. دا وخت ياسين هم لۀ بې هوښۍ نه ووت او حنان د وزې وفادارۍ ته حيران پاتې و چې تر پايه د بې هوښه ياسين څنګ ته ولاړه وه. |