|
ژوند کيسې: تورلمر | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ونه وپه پخوا زمانه کې لمر، سپوږمۍ، ستوري، باد اوباران ښه خواږه ياران و. دپسرلي وخت و او شپون خپله رمه پيوله په سندرو کې به يې دطبعيت صفتونه کول اوکله به چې له موسمه په تنګ شو نو سپوږمۍ ته يې ګيله کوله بيا سپوږمۍ چې د ده ښه ملګرې وه دده خبرې لمر باد او باران ته رسولې. يوه ورځ شپون له باده په تنګ شو نو سپوږمۍ نه يې وغوښتل چې باران وکړي. باران لا سم نه و وريدلی چې لمر يې وغوښته، سپوږمۍ ورته وويل چې شنه لا باران ته ضرورت لري. شپون وويل چې زه لمر غواړم، هماغه وچې لمر شو.
شپون دلمر په کيدو ډير خوښ شو، ويې ويل چې زه اوپسونه مې اوس خوښ يو شېبه وروسته يې ګرمي وشوه. شپونکی په داسې ځای کې و چې هلته نه ونې وې او نه سيوری، نو دی له خپلې رمې سره يوجګ ځای ته لاړ. هلته يې ټوله ورځ خپل پسونه ويده کړه کله چې سپوږمۍ راوخته نو مالونه يې دڅرولو لپاره کښته کړه، سپوږمۍ شپونکي ته وويل چې ولې د شپې رمه پيايي؟ شپون ورته له ګرمۍ نه شکايت وکړ او ويل يې: "زه په دې هوا کې خوښ نه يم. " سپوږمۍ او ملګرې يې چې د شپون بې ځايه غوښتنه وليده نو پرې په قهر شول. سباته لمر هم خپل مخ په تور نقاب کې پټ کړ، ټول شنه او بوټې له يخنۍ نه ريږدېدل او حيران ول چې ولې داسې ساړه او توره تياره ده. شپون له سپوږمۍ لمر وغوښت، دا ځل يې سپوږمۍ خبره ونه منله او ورته ويې ويل:
"ټول انسانان حيوانات او شنه لمر، باران، باد ته ضرورت لري ته که ترې په په تنګ يې نو خپل ځان ترې پناه کړه ځکه چې دا بدلونونه دايمي نه وي. شپون د هر څه په ګټه پوه شو او اقرار يې وکړچې زه غلط وم ما ښه نه کول، ونه او واښه چې کله دشپون خبري واورېدې نو ټولو وځغلوه. کله چې شپون په خپله غلطۍ پوه شو نو ويې بښه اوپه پای کې ټول راټول شول او خدای ته يې دعا وکړې ترڅو هر څه په خپل اولي حالت شي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||