BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:06 گرينويچ 2008 ,11 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ژوند کيسې: دګلانو پټی

نګينه او د هغې ګلان

نګينه يوه کاريګره او زحمت کښه نجلۍ وه چې هرکله به يې له مور سره د کور کارونه کول ترڅو ټول کارونه زده کړي.

يوه ورځ چې دنګينې پلار په سفر تلونی و نو د ډول ډول ګلانو تخمونه يې راوړل او فرهاد ته يې ورکړه چې په حويلۍ کې يې وکري.

نګينې چې تير کال دخپلې خورلڼې دګلانوپټۍ ليدلی و نو هغې هم غوښتل چې هغسې پټی ولري.

هغې له پلاره لږ تخم وغوښته ترڅو د کور شاته په يوه ټوټه ځمکه کې يې وکري.

فرهاد ورته وويل چې دا خوڅه دکور کار نه دی چې ته يې هم وکولی شې دګلانو ساتل څه اسانه کار نه دی. نګينه په قهرشوه او خپل پلار ته يې شکايت وکړ.

پلار يې فرهاد منع کړ. وروسته يې لږ تخم نګينې ته هم ورکړ او ويې ويل زه باور لرم چې تۀ يې کرلای شې.

نګينه په منډه دخپلې خورلڼې ليلاکره لاړه تر څو د هغې لۀ پلار څخه چې باغوان و د ګلانو کرل زده کړي.

کله چې په هر څه پوه شوه نو بېرته کورته راغله او په پټي کې يې ګلان وکرل.

نګينې هره ورځ پټي ته اوبه ورکولې او اضافي واښه به يې ترې لرې کول څه موده وروسته يې ګلان غټ شول.

نګينه او د هغې ګلان
نګينې به تل د خپل ګلانو ښه پالنه کوله.

يوه ورځ نګينه په سندرو په پټي کې لګيا وه چې فرهادراغی.

فرهاد ور ته ژيړ او مړاوي ګل بوټي وروښودل نګينې چې هغه وليدل نو په ژړا دليلا دوی کړه لاړه.

دليلا پلار وويل چې د ډيرو اوبو له وجې ګلان مړاوي شوي دي.وروسته له هغه نګينې پټي ته په وخت اوبه ورکولې.

څوورځې وروسته ګلانو غوټۍ ونيولې. يوه ورځ ليلا ورته وويل چې ژر کوه چې چرګانو دې ګلان خراب کړل! وروسته له هغه يې پټی لۀ چرګانو ساتۀ.

څو ورځې وروسته يې پټی ډېر ښکلی شوی و چې پلار يې هم بيرته راغی. نګينې ورته چای تيار کړاو د پټي څنګ ته يې ځای آوار کړ.

پلار يې دپټي ډير صفت وکړ مور يې او فرهاد هم دنګيني زحمتونه وستايل په پای کې يې پلار وويل چې په زحمت سره هر کار آسانه کيدای شي.

کباړد ژوند کيسې
بې ګټې هڅه
پنځه جادويي مڼېژوند کيسې
ژوندبښوونکې مڼې
شوخه وزهد ژوند کيسې
شوخه وزه
تورلمرژوند کيسې
تورلمر
اومې مڼېد ژوند کيسې
اومې مڼې
سليمان د رسم کښلو پر مهالد ژوند کيسې
ورک رسم
د احمد ټانکرد ژوند کيسې
شوګير کوونکي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>