و نه و په پخوازمانو کې يوپاچا له خپلو زامنو او يو باز سره په ماڼۍ کې ژوند کاوۀ. پاچا سخت ناروغ و. يوه ورځ يې طبيب په ډېرې خوشالۍوويل: دهاغه وړاندې غره په سر د جادويي مڼې داسې زړى دى چې ماښام يې خښ کړې ترسهاره غټه ونه جوړېږي، وروسته پينځه گلونه اوبيا پنځه مڼې نيسي. که ته له هغو مڼو نه يوه وخورې نو ټول عمر به له ناروغيو نه په آمان اوسې. پاچا حيران و چې دا زړی به څوک راوړي. باز وويل چې زه يې راوړم. باز والوت او پس له لږ ځنډ نه لۀ زړي سره راغی. هغوئ زړی ماښام په باغ کې خښ کړ هماغسې وشول چې طبيب ويلي وو. طبيب لۀ پاچا وغوښتل چې د مڼو ساتل خپلوانو ته وسپاري د پاچا مشر زوى يې شهزاده کريم وويل: "زه ځم او د ونې څارنه کوم". ترنيمې شپې ويښ و خو وروسته خوب يوړ او سهار يې وليدل چې يوه مڼه نشته. بله شپه يې دويم زوی شهزاده حبيب وظيفه واخېستله. تر نيمې شپې يې پۀ ساز او سرود ځان ويښ وساته خو بيا هم خوب يوړ او پۀ سبا يې بله مڼه ورکه وه.  | | | شهزاده خالد او د هغه ساتونکي په ديود غشو ګذارونه وکړل. |
پاچا ډېرخواشينی و چې په دې وخت کې يوه بوډۍ ښځه راغله او پاچا ته يي وويل چې ستا د مڼوغل ديو دی ديو که دا مڼې وخوري نو دسيمې پاچا به شي. د پاچا کشر زوی خالدوويل چې زه مڼې ساتم. طبيب د ويښ پاتې کېدو لپاره ورته څو تورې دانې ورکړې. هغه له څو تنو غشي ويشتونکو سره څار کاوۀ چې يوناڅاپه سخته سيلۍ شوه. ديو باغ ته راننوت. خالدديو ته وويل چې دونې خواته لاړ نه شې خو ديو لاړ. هغوئ په غشو وويشته ديو يونا څاپه چيغه کړه او پۀ تېښته کې پوستين ترې ولويد. خالد په منډه لاړ د ديو پوستين ته يې اورواچو په دې کې ديو په سړي بدل شواوپه منډه په خپله مخه لاړ. |