يوه ورځ يو لسګون چې پۀ يوۀ بنډل کې نوی لۀ بانک څخه راوتی و، لۀ خپل بنډل څخه بېل او ددوکاندار دخل ته ولوېد. هلته يې ژوبل شلګون وليد چې له ژوند څخه يې شکايت کاوۀ. لسګون وويل: "مونږ خو د همدې دپاره يو چې د انسانانو دپاره د سودا کولو کار اسانه کړو". شلګون وويل: "زۀ هم د همدغوانسانانولۀ لاسه داسې ټوک ټوک يم". خو لسګون د هغۀ د دې حالت علت د هغۀ خپله بې پروايي وګڼله چې ځان ته پام نۀ کوي. پۀ دې وخت کې دکاندار هغه لۀ دخله واخېست او د يوې ښځې لاس ته يې ورکړ هغې په خپل بکس کې کېښود. لسګون داځای ښۀ وګاڼه. شلګون هم څـرګنده کړه چې کله کله ښه ځای ته هم ځو. خو سلګون چې هلته پروت و دا خوښي موقته وګڼله. وروسته بيا لسګون د يو سکارۀ خرڅوونکي او شلګون د يو تيل خرڅوونکي لاس ته ورغی چې دواړه د بوئ او چټلۍ لۀ لاسه سخت پۀ تنګ وو. شلګون پۀ دخل کې لۀ نالښت سره د ژوند او د ځای لۀ تنګوالي سر ټکاوۀ پۀ دې وخت کې د دخل سر پرانېستل شو او شلګون يې ورڅخه واخېست.  | | | دا پيسې خو پۀ پيل کې ټولې نوې وي مونږ ورسره بې احتياطي کوو خرابوو يې. |
وروسته د تېل خرڅوونکي د شاګرد او دهغۀ د خور ترمينځ کشمکش کې شلګون دوه ځايه شو. کله چې هغه تصادفاً بيا د لسګون سره مخامخ شو د لسګون بدحال ته حيران شو. لسګون وويل چې يو ماشوم ټوټې کړم وروسته يې پلار پۀ سکاچ ټېپ جوړ کړم. وروسته ترهغۀ يو ماشوم سلګون هم دغه دوکان ته راوړ. د سلګون هم ټوټۀ ټوټه و. دکاندار سلګون نۀ اخېست ويل يې لمبر بدل دی. دکاندار د هلک د ډېر ټينګار پۀ ترڅ کې وويل چې دا پيسې خو پۀ پيل کې ټولې نوې وي مونږ ورسره بې احتياطي کوو خرابوو يې. ماشوم تائيد کړه ويې ويل چې پلار مې وايي پيسې د ټولو خلکو سرمايه ده مونږ بايد هغه ښې وساتو تر څو پۀ سودا اخېستلو کې هم مشکل ونۀ لرو. |