پۀ يو کلي کې ذکيې، احمد، بهشتې او مرجانې يو ځای ژوند او يو ځای لوبې کولې. هغوئ د باندې تر يوځای وړکۍ پوله تاووله اولوبې يې پکې کولې. يوه ورځ ذکيې او احمد بېل او بهشتې او مرجانې بېل ځای جوړ کړی و. احمد د ذکيې پۀ غوږ کې غلی وويل چې د بهشتې دوئ ځای ډېر ښۀ دی. هماغه وو چې دوئ هم زيار واېست او ښه ځای يې جوړ کړ خو هېڅکله د هغوئ غوندې پاک نۀ و او نۀ پوهېدل چې د هغوئ ځای ولې پاک وي؟ په دې وخت کې بهشته راغله چې ددوئ پۀ ځای کې د نانځکې وادۀ ونيسي خو ناببره باران شو. هغوئ اړ شول چې د کور پۀ دهلېز کې لوبې وکړي. هلته بيا دواړو ډلو بېل بېل ځايونه جوړ کړل خو بيا هم ددوئ ځای ناپاکه او پۀ هغو خټو و چې په بوټونو کې يې راوړي وو. هغوئ د پاکولو هڅه وکړه خو پاک نشو. وروسته اړ شول چې د نانځکې وادۀ د بهشتې دوئ په ځای کې ونيسي. احمد او ذکيه حيران وو چې د هغوئ ځای ولې تل پاک وي. غوښتل يې لۀ دغه رازه خبر شي. خو کله چې هلته لاړل مرجانې ودرول.  |   احمد او ذکيې خپلې پښې پاکې ومينځلې تر څو کوټنۍ يې پاکه وي.  |
دوئ پۀ قهر شول چې مونږ ولې خپل ځای ته نۀ پرېږدي مګر مرجانې څـرګنده کړه چې بوټونه يې پۀ خټو دي ځکه يې ودرول. احمد او ذکيې ګيله وکړه چې دوئ خو هېـڅکله داسې نۀ کوي. پۀ هر ډول چې خلک ورشي هر کلی يې کوي. خو مرجانې ورټل. هغې وويل چې له همدې امله ستاسې ځای تل چټل وي. که تاسې هم خپله ځای چټل نۀ کړئ او هم څوک پرې نږدئ چې ځای چټل کړي نو ځای به مو پاک وي. وروسته دوئ دواړه پوه شول چې پۀ رښتيا هم پۀ ډېر پاکولو ځای نۀ پاکېږي، سړی بايد هڅه وکړي چې ځای چټل نه کړي. |