BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:08 گرينويچ 2008 ,17 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ژوند کيسې: مرغلين غاښونه

د غاښو درد او ماشوم

سليمان يوهلک وچې ډيرښکلي غاښونه يې درلوده، ټولوبه دمرغلين غاښی باله خو سليمان خپلو غاښونو ته ډيره کمه پاملرنه کوله او کله کله به يې برسول.

دهغه بل بدعادت دا و چې په غاښونو به يې کلک شيان ماتول يوه ورځ يې چې مور سليمان په دې کار وليده نوډيره پرې په قهر شوه او ويې ويل:

"داکار دې غاښونه خرابوي." لږځنډوروسته سليمان دباندې لاړ، له فواد او احمدلوبې کولې، سليمان يو بادام په غاښ مات کړ.احمدسليمان ته وويل:

"کلک شيان دې په غاښونومه ماتوه". هغه داحمدخبره بابېزه تېره کړه او ويې ويل چې تل کلک شيان په غاښونوماتوم هيڅ هم نه کيږي.

فواد وويل چې آيا دوه بادامه هم ماتوی شې نوسليمان داکار آسانه وګاڼه، په سبا سليمان يو چارمغز په غاښومات کړ چې يوناڅاپه يې چيغه کړه

او له خولې يې دغاښ يوه ټوټه راويسته. بل وخت سليمان ډوډۍ خوړه چې يوناڅاپه يې دغاښ له دردچيغه کړه.

په آئينې کې يې وليدل چې يوغاښ يې تور شوی وي ډير ورته خپه شو چې هماغسې په خپګان ويده شو. په خوب کې يې دغاښ دټکټکي غږ احساس کړ

او له خولې يې يوچينچۍ راووت، سليمان دچينچي په ليدو وارخطا شو او پوښتنه يې وکړه چې ته څوک يې؟ چينچي وويل:

سليمان او چينجی
سليمان خپل غاښونه ته پاملرنه نه کوله، چينچي ورته وويل چې ستا ټول غاښونه تور شوي دي.

"زه ستا دخولې چينچی يم چې ستا په غاښونو کې اوسيږم سليمان ترې وغوښتل چې لاړ شي خوهغه وويل چې زه دلته لا نوی راغلی يم.

چينچي سليمان ته وويل چې ستا ټول غاښونه تور شوي دي نوهماغه وي چې سليمان په چيغه له خوبه راويښ شو. ويې ليدل چې نور غاښونه يې روغ و او خپله کيسه يې مور ته وکړه، مور يې سليمان ډاکټر ته بوته.

ډاکټريې غاښ تداوي کړه اوپوه يې کړچې دانسانانو په غاښوکې چينچي نه وي خو ميکروبونه غاښونه توروي.

سليمان له مور او ډاکټر سره وعده وکړه چې نور به کلک شيان نه ماتوي او تل به خپل غاښونه برسوي.

نوې راستنه شوېژوند کيسې
نوې راستنه شوې
نصرو او د هغه کاغذ بادد ژوند کيسې
نصرو او کاغذباد
دژاولې کلولهژوند کيسې
دژاولې کلوله
ماشومان د لوبې پر مهالد ژوند کيسې
پاکه کوټه
نګينه او د هغې ګلانژوند کيسې
دګلانو پټی
کباړد ژوند کيسې
بې ګټې هڅه
پنځه جادويي مڼېژوند کيسې
ژوندبښوونکې مڼې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>