و نه و پۀ يو کلي کې نصرالله او ورور يې شريف د خپلو همزولو زبېدې او ويس سره ژوند کاوۀ. نصرالله غټ هلک و خو ډېر کارونه يې خپله نۀ کول، پۀ ځان يې باور نۀ درلود. شريف چې د هغه نور همزولي ليدل نو خپل ورور به يې هڅاوۀ چې دباندې لاړ شي او ورسره سات تېري وکړي. د نصرالله کاغذباد الوزول ډېر خوښېدل خو هېڅکله يې نۀ الوزاوۀ. يوه ورځ چې شريف ډېر ستړی و غوښتل يې پۀ نصرالله کاغذ باد والوزوي. هغۀ يې جرئت نۀ شو کولای. شريف الوتی کاغذباد ورکړاو خپله د ويس څنګ ته لاړ. کله چې هغه لاړ کاغذباد د نصرالله څخه په ځمکه ولوېد. هماغه و چې نور هم پۀ ځان بې باوره شو. بله ورځ زبېده او ويس راغلل چې نصرالله لوبو ته بوځي. دهغه زړۀ غوښت چې لاړ شي خو جرئت يې نۀ شي کولای. پۀ پای کې د مور پۀ تشويق ورسره لاړ. هلته ويس خپل کاغذباد پۀ لاس ورکړ چې لۀ څنډو يې ونيسي. هغه کاغذباد نيولی پۀ شاروان و چې درب ولوېد. د نصرالله لۀ لوېدو سره کاغذباد هم وشکېدۀ او دی خپله هم لږ خوږ شو. خو يو کار وشو چې لوبو کولو کې يې جرئت پيدا کړ.  | | | نصرو د ده جرئت پيدا کړ چې کاغذ باد والوزوي نو له ويس نه يې د څنډې نيولو غوښتنه وکړه. |
بله ورځ زبېدې وليدل چې نصرالله لۀ لېرې دې او ويس ته نارې وهي دواړه هک حيران شول چې نصرالله څنګه پخپله لوبو ته راووت؟ کله چې هغه نژدې ورغی نو خپل کاغذباد يې ويس ته د هغۀ د شکېدلي کاغذباد پۀ تاوان کې وړاندې کړ خو ويس خپل تاوان وانۀ خېست. وروسته نصرالله لۀ ويس نه وغوښتل چې کاغذباد ورته لۀ څنډو ونيسي تر څو هغه يې والوزوي. کله چې يې والوزاوۀ نو ويس ورته دا سندره وويله: او نصرالله جانه ښايسته نصرالله جانه - کاغذباد جګ که زه څرخه درته نيسمه - او نصرالله جانه. پۀ پای کې ټولو پۀ خندا خپلو لوبو ته دوام ورکړ. |