يووخت په يوه کلي کې د ګلنار په نوم يوه نجلۍ اوسېده چې هرکار ورته آسان ښکا ر يده خو هيڅ کاريې په خپل وخت نه تر سره کاوه. يوه ورځ يې مور ورته وويل چې دجومات له تګ نه مخکې دې خپل پرونی سبق تکرارکړی خو هغې د مورخبروته هيڅ پام ونه کړ. په دې وخت کې يې عابده خورلڼه راغله او ورسره په لوبو بوخت شوه. لږه شېبه وروسته عابده دسبق لپاره جومات ته لاړه . دعابدې ترتګ وروسته ګلنارې خپل سبق تکرار اوبيا جومات ته ولاړه خو سبق ترېنه تېر شوی واوخپه بېرته کورته را روانه شوه. کورته تر رسېدو دمخه يې خپله چرګه ولېده چې په يوه بڼ ننوته. ګلناره هم په چرګې پسې ورغله چې هلته يوه زړه بوډۍ ناسته وه. ګلنارې ترې دچرګې پوښتنه وکړه . هغې ورته وويل : " زه تر سلوشمېرم، که په دې وخت کې دې چرګه پيدا نه کړه بيا تا بندي کوم." ګلنارې چرګه پيدانه کړه، بوډۍ هم ګلناره په يوه سړه او تياره کوټه کې بندۍ کړه. ګلنا ر ې په ژړاپيل وکړ. په دې وخت کې يې دکوټې په کنج کې يوې پيشواوموږک ته پام واوښت او له هغوی يې مرسته وغوښته.  | | | ګلنارې دموږک په مشوره، دجادوګرې پرسر خامکدوزي شوی دستمال واچوه . |
موږک ورته تار او ستن راوړل او ورته يې وويل چې په کوټه کې دشتو دستمالونو نه ترسهاره يوګلابي دستمال خامکدوزي اوتنبلي ونه کړي. سهار چې بوډۍ کوټې رادننه کېده ، ګلنارې دموږک په مشوره، خامکدوزي شوی دستمال دهغې پرسر دستمال واچوه . ددستمال له اچولو سره سم بوډۍ په يوې ځوانې نجلې بدله شوه . ګلناره، موږک او پېشوهم په خوښۍ خپلوکورونو ته ولاړل. |