وحيدې او حميدې، د خپل ورور، نيازګل سره په دوبي کې دشپې په بام دستورو په اړه غږېدل، وحيدې غوښتل د ستورو څنګ ته ولاړه شي. نيازګل په ټوکه ور ته وويل چې دسای سای په نامه په ستورو کې يو ملګری لري، سبا به ټول ورسره ستوروته ولاړشي. وحيده په همدې سوچونو کې خوب يوړه اوپه خوب کې يې وليدل چې دسای سای سره ستورو ته ولاړه اوپه لوبويې پيل وکړ. په دې مهال يوغټ مارغه را پيدا شو او هغه يې پخپلو پنجو کې پورته اوپه درنګ شېبه کې يې دغره په سر خپلو بچو ته ورسوله . کله چې مارغه بېرته ولاړ، وحيدې غوښتل وتښتي چې ناڅاپه له غره نه وغورځيده اويو ماريې وليدچې خواته يې ور روان دی. هغې ځان سای سای ته ورساوه، هغه .مار يوکوچنی چينجی او مارغه پتنګ وباله. سای سای وحيده په يوه بڼ کې ديوې ونې دسيوري لاندې کښېنوله او يوه مڼه يې ورکړه خو مڼه دومره کلکه وه چې د هغې غاښونه يې په درد کړل.  | | | وحيده دسای سای سره په ستوروکې لوبې کوي. |
دوحيدې زړه دستورو په نړۍ کې په تنگ شو اودځمکې بڼونه او مېوې ور يادې شوې، غوښتل يې له بڼ نه ووځي چې په يوه غټه کنده کې وغورځېده. په چيغه له خوبه راپاځېده اوخپل خوب يې نيازګل اوحميدې ته تېرکړ او ويي ويل چې خپله ځمکه يې تر هرځايه ښکلې اوغوره ده. |