يو وخت د زاهدې په نوم يوه تکړه رسامه انجلۍ وه چې ښکلي رسمونه به يې کاږل خو ددوی ګاونډيانو،اسد، ناصر او قدسيې ، پرې ملنډې وهلې. يوه ورځ ، چې زاهده په حويلۍ کې په رسم کاږلو بوخته وه، شهلا ،خورلڼې يې ، ددوی دبلې خورلڼې،قدسيې، دناروغۍ احوال راووړ. زاهده دشهلا سره دقدسيې پوښتنې ته ولاړه، د شهلا مور د شکريې ناروغۍ ته ډېره خپه وه ځکه چې دتداوۍ لپاره يې ډېرو پېسو ته اړتيا وه. په دې مهال د کلي په ميدانۍ کې جارچي دشهزاده ورکېدو جارواهه او ويل يې چې پيداکوونکي ته به يې ډېر غټ انعام ورکړي. زاهده اوشهلا د انعام دترلاسه کولو په نيت دپاچا ماڼۍ ته ولاړې او شهلا پاچاته وويل چې شهزاده به د تصوير له مخې پيداکړای شي. پاچا دتصوير دنشتوالي وويل خوشهلا دزاهدې درسامۍ دهنروويل او دنښونښانو له مخې يې دشهزاده رسمونه تيارکړل. پاچا رسمونه دهېواد بېلابېلو ځايو نوته واستول. په يوه کلي ديوه موچي زوي د رسم په لېدلوپه منډه خپل نيکه ته ورغی.  | | | زاهدې دنښونښانوله مخې دشهزاده رسمونه تياراو پاچاته يې وسپارل . |
هغه نيکه ته وويل چې داهلک يې دڅوتنوسره وليد چې په يوه کور کې يې بندي کړ. سپاهيانو دموچي د زوي په مرسته شهزاده دتښتوونکوله منګولو وژغوره اوپاچاته يې تسليم کړ. پاچا دشهزاده په لېدلوډېرخوښ شو، موچي او زاهدې ته يې ډېر غټ غټ انعامونه ورکړل او ترڅنګ يې زاهده ددرباردرسامې په توګه وټاکله. |