په پخوا زمانو کې يو کب خوړونکي( ماهي خورک) د يوه داسې سيند په غاړه ژوند کاوه چې رنګارنګ کبان او چنګاښونه پکې اوسېدل. کب خوړونکي هره ورځ له دغه سيندڅخه يو،يو کب نيوه اوله خپلوبچيانوسره يې خوړ خوکلونه وروسته زوړشواو په هغوی يې سم بريدونه نه شو کولای. هغه به په چل اوهنر له لږو اوبو کبان نيول . دهغه په دې چل کبان پوه شول او ځانونه يې دډبرولاندې پټول. يوه ورځ دډبرو لاندې د شيرکب زړه په تنګ شو اودباندې ووت چې کب خوړونکي ديوه بريد په ترڅ کې ونيواو له ځان سره يې يووړ. شيرکب ډېرې زارۍ ورته وکړې چې هغه پرېږدي خوکب خوړونکي ورته وويل چې په يوه شرط به يې پرېږدي چې نورکبان دده سره خبرې وکړي. شيرماهي بېرته سيندته ولاړ اونورو کبانو ته يې دکب خوړونکي پيغام ورساوه. هغوي کب خوړونکي سره خبرې پيل کړې.  | | | کب خوړونکي به هره ورځ له سيندڅخه يو،يو کب نيوه اوله خپلوبچيانوسره به يې خوړ. |
هغه ورته وويل چې سيند ته ښکاريان راروان دي او ټول کبان ښکارکوي ،ښه به وي چې دډبروله لاندې راووځي او له ده سره ترڅنګ ويالې ته ولاړشي. کب خوړونکی هره ورځ يو يو کب له ځان سره لېږداوه خو چنګاښ له تللو ډډه وکړه. وروسته مالومه شوه چې کب خوړونکي دوي تير ايستلي وو. چنګاښ ولاړ اود کب خوړونکي سترګې يې ړندې کړې او ټول کبان يې دهغه له اسارت نه وژغورل او ورته يې وويل چې ددښمن په غوړو خبرو نور ونه غوليږي. |